د ګلشن کمار په ژوند جوړیدونکی فلم (مغل) د عامر خان نوی فلم دی، چې په نژدې وخت کې به يې د شوټینګ چارې پیل شي.
دا فلم چې عامر خان به يې د پروډکشن چارې هم واخلي، وروسته له هغې د رسنیو سرټکی شو، چې د ډاریکټر په سره يې لانجې راپورته شوې. ټاکل شوې وه، چې د مغل فلم د لارښوونې چارې به سبهاش کپور په غاړه ولري، خو وروسته فلمي ستوري عامرخان د نوموړي تر لارښوونې لاندې د فلم جوړول ونه منل. په ډاریکټر سبهاش کپور باندې یو شمیر ښځينه فلمي ستورو د جنسي ځورونې تور پور کړی. د یادو تورونو له امله، عامرخان ونه منله، چې د هغه تر لارښوونې لاندې فلم جوړ کړي او ښاغلی کپور يې استعفا ته مجبور کړ.
تازه هندي رسنیو لیکلي، چې د فلم د ډاریکشن چارې راج کمار هیراني ته سپارل شوې دي. که څه هم راج کماري په رسمي ډول د فلم د لارښوونې لپاره سر نه دې خوځولی، خو سرچینې وايي، چې د ښاغلي هیراني د فلم کیسه خوښه شوې ده.
د هندي سینما مینوال د عامرخان راتلونکې فلم (مغل) ته د ۲۰۱۹ کال د تر ټولو غوره فلم په توګه، سترګې په لار دي. ټاکل شوې، چې مغل فلم د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ورځو کې خپور شي.
مغل فلم د ګلشن کمار په ژوند جوړیدونکی فلم دی. ګلشن کمار د هندي سینما مشهور فلم خپرونکی او د ټي سیریز د میوزیک پروډکشن بنستګر و. نوموړی په ۱۹۹۷ کال کې د ۴۱ کلو په عمر ووژل شو.
ګلشن کمار د ممبي اړوند یو مافیايي ګروپ ډي کمپنۍ د پیسو په مقابل کې په ډزو وویشته. په لومړیو کې د نوموړي د قتل په تور ندیم سیفي د سیالې (ندیم) میوزیک کمپنۍ مشر تورن شو، خو هغه لندن ته وتښتیده، چې وروسته بیا سپن ثابت شو.
په ۲۰۰۱ کال کې د عبدالروف په نوم یو کس د ګلشن کمار قاتل وپیژندل شو، چې د پیسو په مقابل کې يې په نوموړي ډزې کړي او وژلی يې دی. نوموړي د داود ابراهیم څخه د ګلشن کمار په سر پیسې اخیستې وې او هغه يې وژلی. محکمې عبدالروف په عمري بند محکوم کړ.
مغل فلم چې عامرخان پکې د ګلشن کمار رول لوبوي، د ښاعلي کمار د ژوند همدا دردونکی داستان دی.
نوموړي په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې د ټي سریز د میوزیک او فلمونو د پروډکشن د تولید بنسټ کیښود او تر ۱۹۹۰ یمو کلونو يې ښه مدیرت وکړ. ګلشن کمار له مرګ وروسته، د هغه ځوان ورور کریشان کمار ددې شرکت مشري کوي.