د اروپا په غوره کرکټ لیګ کې مسلمان احمدنبي د چټکې سلیزې ریکارډ جوړ کړ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د اروپا کرکټ لیګ چې د ایوروپيئن کرکټ لیګ په نامه پیل شوی دی، د جولای په ۲۹ مه نېټه یې لومړۍ لوبې پیل شوې، دې لیګ درې ورځې دوام وکړ او پرون د جولای په ۳۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
په دې لیګ کې یو مسلمان توپ وهونکي چې ډېری کرکټ څارونکي یې افغان بولي، په ۲۸ توپونو د چټکې سلیزې ریکارډ جوړ کړ.
هغه په دغې لوبه کې ۹ شپږیزې وهلي او زیاتې پولې یې لوبولي دي.
دا مسلمان لوبغاړی احمدنبي نومېږي او په ښي لاس توپ وهنه کوي، هغه د فرانسې په لوبډله کې لوبېږي.
د احمد نبي له خوا په ۲۸ توپونو د سلیزې وهل، ځېنې ورزشي رسنیو د تاریخي ریکارډ په توګه را اخېستي دي او دا یې د کرکټ په تاریخ کې د لس اوریزو لوبو تر ټولو چټکه سلیزه بللې ده.

په اروپایي لس اوریز کرکټ لیګ کې ټولې اته لوبډلې دي، چې دا اته لوبډلې له اته هېوادونو څخه جوړې شوي دي.
دا لوبې د هسپانیا کرکټ کلب له خوا چې لامانګا نومېږي تاسیس شوي، چې په هسپانیه کې ترسره کېږي، جرمني، نېدرلېنډ، اېټالیا، فرانسه، رومانیه، روسیه ( سېنټ پېټرزبورګ) ډېنمارک او هسپانیه هېوادونه پکې شامل دي.
مخکې هر هېواد ځانته یو لیګ درلود، چې هغه لیګ کې به یواځې د یو هېواد لوبډلې لوبېدلې، خو دا لیګ په دې مختلف دی، چې د اته هېوادونو لوبډلې پکې لوبېږي او د عربي متحده اماراتو د لس اوریز کرکټ لیګ انډول بلل کېدای شي.
دا لیګ د نورو هېوادونو د لیګونو خلاف د نورو هېوادونو لوبډلې لوبوي.
د کاتالونیا په نامه هسپانوي لوبډله کې هیڅ غېرمسلمان لوبغاړی نشته او ټول مسلمان لوبغاړي پکې لوبېږي، د لوبډلو په نوملړونو کې د مسلمانانو شمېر نثبت غېر مسلمان لوبغاړو ته زیات دی.
دا لیګ د نړۍ په لویو وچو کې په ۱۵ تلویزیوني چېنلونو ښودل کېږي.
د اروپا کرکټ لیګ د ډانیئل ویسټون له خوا تاسیس شوی، هغه ویلي د ساحل پر غاړه دا لوبې د رخصتیو په ورځوکې مینوال راجذبوي او له لوبو به خوند واخلي.
نوموړی لیګ نیمه پایلوبې او پایلوبه هم لري.
د لوبو بنسټ اېښودونکي ډانیئل وېسټون ژمنه کړې، چې دې کرکټ ته به د نړۍ په کچه پراختیا ورکوي.
د اروپا کرکټ لیګ سیالیو د لا ښه والي لپاره اسټرالیایي شېن وارن هم ټټر وهلی، هغه وایي غواړي د دې کرکټ په پراختیا کې مرسته وکړي.
د دې لوبو چې لومړی پړاو یې پرون پای ته ورسېد، اتلولي یې د روتردام لوبډلې یوړه، دا لوبډله د هایلېنډ یا نېدرلېنډ هېواد پورې تړلې ده، دې لوبډلې ایس جي فېنډروف لوبډلې ته ۲۲۲ منډې هدف ورکړی و، چې فېنډروف لوبډلې ټولې ۱۲۱ منډې وکړې او لوبه ترې په ۱۲۱ منډو روتردام لوبډلې وګټله، چې د لامانګا په نامه کلب یې مالي ملاتړی دی.
د احمدنبي د یو څو شاټونو ویډیویي لېنک:
https://www.youtube.com/watch?v=LkSs6gGFcvM