د کرهڼیزو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د فوټبال سیالۍ پيل سوې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپور: صابر حمیدي
د هلمند ولایت په کرزي فوټبال لوبغالي کي د فوټبال بیلابیل ټورنمنټونه او لیګونه روان دي، چي د هغه ترڅنګ د تیري شنبې په ورځ د وطني کرهڼیزو تولیداتو په ملاتړ د فوټبال لوبي پيل سوې.
د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس رنګین خان دفتاڼي یاران ته وویل، چي دا سیالۍ د لیګ په ډول دي، چي پکښي د هلمند ولایت څخه ۱۱ الف لوبډلو ګډون کړی دی.
د دفتاڼي په خبره، چي ددې سیالیو څخه ئې دوې موخي دي، لومړی دا، چي د وطني کرهڼیزو تولیداتو څخه ملاتړ .
د یاد مسئول په خبره، چي په اونۍ کي درې ـ درې لوبي ددې لیګ په شنبه، یکشنبه او دوشنبه ترسره کیږي، چي ټولي به ۵۵ لوبي ترسره سي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي په دې لیګ کي ګډونوالي ۱۱ الف لوبډلي اتفاق، ښاروالۍ، نوي یاران، تمدون، بهیر نورزی، پولیسو اکاډمي، چاه انجیر، پيکان، آزاد، فیروز او اتحاد دي، چي یو د بل په وړاندي به یوه ـ یوه لوبه ترسره کړي.
ددې لیګ د پيل په مراسیمو کي د هلمند فوټبال مسئولینو، لوبغاړو او مینوالو ترڅنګ د کرهڼي ریاست مسئولینو هم ګډون کړی وو، چي د وطني تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه ئې په کرزي لوبغالي کي هندواڼې، خټکي او انګور وخوړل.
67202144_710425809412900_1546848972918751232_n.jpg
په هیواد کي ډېر کم د وطني کرهڼیزو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه ورزشي سیالۍ ترسره کیږي، خو په جنوب کي پروت هلمند هغه ولایت دئ، چي ګڼ شمېر کرهڼیز وطني تولیدات لري او دادئ ورڅخه د ملاتړ په موخه ئې د فوټبال لوبي پيل سوې.