دا افغان لوبغاړي د نړیوالو شل اوریزو لوبو په غوره درجه بندۍ کې راغلي دي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د کرکټ نړیوالې شورا د جنوري په لسمه د شل اوریزو لوبو درجهبندي خپره کړې ده، چې په دې درجهبندۍ کې د ۱۶ افغان لوبغاړو نومونه د توپوهنې، توپ اچونې او او الراونډرانو په برخه کې شامل دي.
د شل اوریزو لوبو په توپوهونکو کې پاکستانی بابراعظم لا هم په لومړي مقام کې دی ۸۷۹ نومرې لري، دویم بیا ایرون فېنچ دی، هغه ۸۱۰ نومرې ترلاسه کړي دي.
درېیم مقام بیا د انګلستاني ډېوېډ مېلن دی، نوموړی مخکې څلورم نمبر توپوهونکی و، خو اوس یوه درجه مخکې شوی او درېیم مقام ته راغلی دی.
نیوزیلېنډی کولېن منرو، چې مخکې درېیم نمبر توپوهونکی و، اوس څلورم مقام ته وروسته شوی دی. ورپسې اسټرالیایي ګلېن مکسوېل دی.
هندی لوکېش راهول شپږم دی، ایوین لیویس اووم، حضرت الله ځاځی اتم، ویرات کولي نهم او ايئن مورګن لسم مقام خپل کړی دی.
۱۶ افغان لوبغاړي د شل اوریزو لوبو په درجهبندۍ کې؛
راشدخان د توپ اچوونکو په درجهبندۍ کې لومړی دی، هغه ۷۴۹ نومرې لري او له کابو یو کال راهیسې په لومړي مقام کې پاتې دی.
BOWLERS.PNG
ورپسې افغان ځوان سپین اف برېک بالر مجیب الرحمن دویم مقام کې دی؛ نوموړی ۷۴۲ نومرې لري او یوازې ۷ نومرې له راشدخان څخه وروسته دی.
محمدنبي عیسی خېل د شل اوریزو لوبو په بالرانو کې شپاړسم ځای خپل کړی دی، نوموړی ۵۹۳ نومرې لري او نومرو کې له افریقایي تبریز شمسي سره برابر دی.
کریم جنت ۵۲۷ نومرې لري او د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په درجهبندۍ کې یې شپږدېرشم ځای نیولی دی.
ګلبدین نایب د توپ اچوونکو په درجهبندۍ کې نهه اتیایم ځای نیولی دی، هغه ۳۸۱ نومرې لري.
AFGHHK.jpg
د شل اوریزو لوبو الراونډرانو کې د افغان لوبغاړو شتون؛
محمدنبي عیسی خېل د شل اوریز لوبو په کرکټ ټولچارو کې ۳۱۹ نومرې اخیستې او په لومړي مقام کې دی.
ګلبدین نایب د شل اوریزو لوبو په الراونډرانوکې ۲۶ ام ځای خپل کړی، هغه ۹۰ نومرې لري.
راشدخان د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په درجهبندۍ کې اتهویشتم نمبر دی او ۸۵ نومرې یې ترلاسه کړې دي.
سمیع الله شینواری د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې درېڅلوېښتم نمبر دی او ۷۴ نومرې لري.
کریم جنت په همدغو کرکټ ټولچارو کې نههڅلوېښتم نمبر دی او ۶۵ نومرې لري.
د شل اوریزو لوبو د توپوهونکو په درجهبندۍ کې افغان توپوهونکي؛
حضرت الله ځاځی د توپوهونکو په درجهبندۍ کې له اووم مقام څخه اتم مقام ته شاته شوی دی، هغه ۶۹۲ نومرې اخیستې دي.
ZAZAI.PNG
محمدنبي عیسی خېل د شل اوریزو لوبو په توپوهونکو کې اتهویشتم مقام ترلاسه کړی او ۵۳۹ نومرې یې ترلاسه کړې دي.
نجیب الله ځدران د شل اوریزو لوبو د توپوهونکو په درجهبندۍ کې ۴۸۱ نومرې ترلاسه کړې او شپږڅلوېښتم نمبر توپوهونکی دی.
اصغر افغان ۵۹ ام مقام ترلاسه کړی او ۴۴۱ نومرې یې اخېستې دي.
رحمان الله ګربز په شل اوریزو لوبو کې څلورشپېتم مقام ترلاسه کړی او ۴۲۸ نومرې یې خپلې کړې دي.
سمیع الله شینواري بیا د توپوهونکو په ډله کې اته اویایم مقام خپل کړی او ۳۷۵ نومرې یې اخېستې دي.
دا شپاړس لوبغاړي وو، چې د شل اوریزو لوبو په درجهبندۍ کې داخل شوي دي.