لیکنه: محمد صابر حمیدي
په افغانستان کې د باوولینګ لوبې فدراسیون دوه کلونه کېږي، چې په رسمي توګه یې فعالیت پيل کړی، چې اوس د نارینهوو ترڅنګ مېرمنې هم زیاتې لېواله دي، چې دا لوبه وکړي.
شمایل الکوزۍ، چې د افغان باوولینګ ملي لوبډلې لوبغاړې ده وايي، د ښځو پر وړاندې له خنډونو سره ـ سره یې زړه ښه کړی، چې دا لوبه وکړي.
شمایل الکوزۍ له طلوع نیوز سره په خبرو کې زیاته کړه، چې په نړیوالو لوبو کې د ښځینهوو لوبغاړو ګډون دوی دې لوبې ته زیاتې هڅولې.
هغې وویل:
“د باوولینګ رشته یوه په زړهپورې شته ده. زه ۴ کلونه کېږي، چې دا لوبه کوم او دوه کلونه کېږي چې په رسمي ډول لوبېږم او اوس مې د باوولینګ ملي لوبډلې ته هم لاره موندلې. موږ هڅه کوو په دې لوبه کې پرمختګ وکړو او د هېواد په نامه اسیایي لوبو کې ولوبېږو.”
په افغانستان کې د باوولینګ لوبې فدراسیون وايي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو علاقه دې لوبې ته زیاته شوې او دوی هم ورته په بېلابېلو برخو کې سیالۍ ترتیبوي.
د اسیا په سطحه د باوولینګ اتلولۍ لوبې په روانه جولای میاشت کې کېدې، خو د کورونا ویروس له امله د راتلونکي ۲۰۲۱م جنورۍ میاشتې ته وځنډېدې.
اسیایي سیالیو ته د نارینهوو ترڅنګ ښځینه لوبغاړو هم لاره موندلې ده.
د باولینګ فدراسیون په ۲۰۱۸ زیږدیز د هېواد المپیک ملي کمېټې په چوکاټ کې جوړ شو او له هغې مودې راهیسې ډېرې لاستهراوړنې لري.