د سږني بېګ باش لیګ پیل د محمدنبي او راشدخان اړوند لوبډلې کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي، چې سږ کال به د نارینه وو بېګ باش لیګ د معمول خلاف دوه اونۍ مخکې پېل شي.
د کرکټ بورډ په وېنا چې لوبې به شپېته ورځې دوام وکړي.
سږ کال د نارینه وو بېګ باش کرکټ لیګ لسم پړاو ترسره کېږي او د پیل نېټه یې د ډېسمبر درېیمه ټاکل شوې، چې پیل ته یې شاوخوا پنځه میاشتې لا هم پاتې دي.
مخکې به د بېګ باش سوداګریزې کرکټ لوبې د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه پېلېدې؛ خو د اسټرالیا کرکټ بورډ په وېنا چې سږ کال د کرونا نارغۍ له وجې لوبې د ډېسمبر په درېیمه نېټه پېلوي او د ۲۰۲۱ م کال د فبروري تر ۶ مې نېټې به وغځېږي.
د لسم پړاو لوبو لومړۍ لوبه د راشدخان دې اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز او د محمدنبي دې اړوند لوبډله مېلبورن رېنېګېډز په اډیلایډ لوبغالي کې کوي.
د بېګ باش لیګ مسوولین وایي، چې د نارینه وو کرکټ لیګ به شاوخوا ۶۰ ورځې دوام وکړي.
د دوی په وېنا چې سر له اوسه یې د لوبډلو له مالکانو، مالي ملاتړو او د نشروونکو له غړو سره خبرې پېل کړي دي.
د لیګ ۵۶ لوبې به د شپې لخوا کېږي او یواځې دوه لوبې به مازیګر پنځه بجې ترسره شي.
ښځینه بېګ باش لیګ
د ښځینه بېګ باش لیګ کې ټولې ۵۹ لوبې شاملې دي او سږ کال یې شپږم پړاو ترسره کېږي.
د دې لیګ پیل د اکټوبر په ۱۷ مه نېټه کېږي او د نومبر په ۹ مه به یې پایلوبه ترسره شي.
د دې لوبو ۲۶ مېچونه به په تلوېزیون او نورو رسنیو ژوندۍ خپرې شي.
د بېګ باش لیګ مشر الېسټېر ډابسن ویلي، چې د دې لوبو ترسره کول به د کرکټ د ترسره کولو هیلي تاندې کړي او خلک به د کرونايي ماحول خلاف د معمول ژوند احساس وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.