ډیویلرز: لوبغالي کې له مینوالو پرته به هم ښه کرکټ وکړم

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی اي بي ډیویلرز وايي، لوبغالي کې له مینوالو پرته به هم ښې لوبې وکړم.
د کریک اډیکټور ورزشي ویبپاڼې د راپور له مخې نامتو توپوهونکي ډیویلرز ویلې، چې د مینوالو پرته له کرکټ کولو سره عادی دی او د پيلېدونکي آی پي ایل سیایلو په ټولو لوبو کې به ښې لوبې ترسره کړې.
هغه زیاته کړه:

«زه له ډېره وخته کرکټ کوم، په کورني کرکټ کې ما داسي سیالۍ هم ترسره کړې، چې په ټول لوبغالي کې به څلور او یا هم پنځه مینوال موږ ته ناست وه. زه اوس دې برخه کې عادی شوی یم او له مینوالو پرته به په آی پي ایل سیالیو کې ښه کرکټ وکړم.»

IPL کې مینوال

د هند آی پي ایل سږنۍ  سیالۍ له مینوالو پرته په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
آی پي ایل سیالۍ د روان کال په مارچ میاشت کې ترسره کېدې، خو د کورونا ویروس له امله وځنډول شوې او راتلونکې شنبه پيلیږي.
د آی پي ایل سیالیو مسوولین وايي، چې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه سږ کال آی پي ایل سیالۍ د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي.

د IPL  لوبو ته د ډیویلرز چمتوالی

ډیویلرز یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم ګڼ شمېر مینوال لري او له توپوهنې یې خوند اخلي.
هغه څو اونۍ وړاندې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او له خپلې لوبډلې رویال چلینجرز بنګلور سره یې یوځای تمرینونه ترسره کړي.
ډیویلرز دوې میاشتې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، کرکټ ته ښه راستنېږم، چې د هغه موخه آی پي ایل لوبې وې.

د آی پي ایل لوبې

د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو راتلونکې شنبه د اتو لوبډلو ترمنځ پيلیږي.
چینای سوپر کینګز، ډهلي کپیټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، رویال چلینجرز بنګلور، سنرایزر حیدرآباد، راجستان رویالز او ممبي انډینز هغه اته لوبډلې دي، چې په آی پي ایل سیالیو کې به یو د بل په وړاندې ولوبیږي.
د دې لیګ لومړۍ لوبه راتلونکې شنبه ماښام ۷:۳۰ بجې د ممبي انډینز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د آی پي ایل سیالۍ به د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.