د شپږیزه کرکټ لیګ تېرو لوبو ته کتنه او د لوبډلو نمرې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو د ۶ لوبډلو ترمنځ د تېرې یکشنبې په ورځ پيل شو، چې په لومړۍ ورځ یې یوه لوبه ترسره شوه، خو له هغه وروسته هره ورځ دوې ـ دوې سیالۍ ترسره کیږي.

لومړۍ لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ لومړۍ لوبه د میس‌عینک او بندامیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میس‌عینک لوبډلې د یوې منډې په توپير بریا خپله کړه.
د لوبې پچه د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران د بندامیر د لوبډلمشر اصغرافغان نه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
میس‌عینک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او بندامیر لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.
د میس‌عینک لپاره حشمت‌الله شهیدي ۶۵، شهزاد محمدي ۵۴ او غمي ځدران بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.
بندامیر ته بیا شراف‌الدین اشرف او وقار سلام‌خېل دوې ـ دوې؛ خو حمید حسن او محمدابراهیم بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
کله چې د بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ونه توانېده، چې د میس‌عینک له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.
بند امیر ته عثمان غني ۷۹، اصغر افغان ۴۵ او حصرت ځاځي بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.
میس‌عینک ته نوراحمد لکڼوال دوې ویکټې واخیستې، خو دولت ځدران، عبدالله مزاري او شاپورځدران بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
د لوبې غوره لوبغاړی د میس‌عینک لوبډلې حشمت‌الله شهیدي وټاکل شو، هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۶۵ منډې جوړې کړې.

دویمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ دویمه لوبه د دوشنبې په ورځ سهار د سپين غر او امونهنګانو ترمنځ ترسره سوه، چې په ترڅ کې یې سپین غر لوبډلې د ۴۹ منډو په توپير بریا خپله کړه.
د شپږیزه کرکټ لیګ د دویمي لوبې پچه د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر کریم خان صادق د امونهنګانو د لوبډلې لوبډلمشر جاویداحمدي څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
سپین غر لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکی.
د سپین غر لوبډلې لپاره زبیر اکبري ۵۱، ناصر عمر ۳۸ او وحیدالله شفق بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.
د امونهنګانو لوبډلې لپاره بیا عبدالواسیع دوه، خو یمین احمدزي، نصرت‌الله او حیات‌الله یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
کله چې امونهنګانو لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډه وکړه او په دې سره یې د ۴۹ منډو په توپير د سپین غر لوبډلې څخه ماته ومنله.
د امونهنګانو لپاره عبدالواسیع ۳۰، دروېش رسولي ۲۱ او فرهان زاخېل بیا ۱۳ منډې جوړې کړې.
سپین غر لوبډلې ته ۵ ویکټې لوپډلمشر کریم خان صادق واخیستلې، خو افتاب عالم، زوحیق او زبید بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
د لوبې غوره لوبغاړی کریم خان صادق وټاکل شو، چې د سپین غر لوبډلې لپاره یې ۵ ویکټې واخیستلې.

درېيمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ درېیمه لوبه د دوشنبې په ورځ ماپښین د بُست او کابل بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې بُست لوبډلې په ۵۷ منډو توپير کابل بازانو ته ماتې ورکړه.
د یادې لوبې پچه د بُست کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د کابل بازان د لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
بُست لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې او کابل بازان ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکی.
منیرکاکړ ۴۱ ناسوځېدلي، عمران جنت ۴۳ او احسان الله جنت بیا ۲۹ منډې بُست ساتونکو ته وکړې.
کابل بازان ته بیا فرمان الله، ضیا‌ءالرحمن او ننګیالي یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
کله چې کابل بازان لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۹،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې وکړې او په دې سره یې د ۵۷ منډو په توپير د بُست لوبډلې څخه ماته وخوړه.
کابل بازان ته صدیق‌الله اتل ۳۲، عظمت‌الله عمرزي ۲۸ او ضیا‌ءالرحمن ۱۷ منډې وکړې.
د بُست لپاره بیا سید شېرزاد او ګلبدین نایب درې ـ درې، کریم جنت دوې او امیرحمزه هوتک بیا یوه ویکټه واخیستله.
په ننۍ لوبه کې جایزه ورکوونکي لوبغاړي
د یادي لوبې غوره لوبغاړی سید شېرزاد وټاکل شو، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې درې ویکټې واخیستلې.

څلورمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ څلورمه لوبه د تېرې سې شنبې په ورځ سهار د میس‌عینک او کابل بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې کابل بازانو په څلورو ویکټو میس‌عینک ته ماتې ورکړه.
پچه د کابل بازان لوبډلې لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د میس عینک د لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران څخه وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.
میس‌عینک لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې او کابل بازانو لوبډلې ته یې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.
د میس‌عینک لپاره شاهدالله کمال ۵۸ ناسوځېدلي، نجیب ترکي ۳۲ او شهزاد محمدي بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.
کابل بازانو ته ضیا‌‌ء اکبر درې، ننګیالي خروټې دوه او نجات مسعود بیا ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
کله چې میس‌عینک لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.
کابل بازانو لوبډلې ته نورعلي ځدران ۶۱، صدیق‌الله اتل ۳۶ او رحمن‌الله ګربز بی ۲۱ منډې جوړې کړې.
د کابل بازانو دوه لوبغاړي عبدالله مزاري، خو ابراهیم او شاپور بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې غوره لوبغاړی د کابل بازانو لوبډلې څخه نورعلي ځدران وټاکل شو، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۶۱ منډې وکړې.

پنځمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ پنځمه لوبه د سې شنبې په ورځ ماپښین د بندامیر او بُست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بندامیر په ۹ ویکټو بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبي پچه د بُست ساتونکو وګټل او د توپ وهني پرېکړه یې وکړل.
د بُست لوبغاړو په ۲۰ اورونو کي ۱۳۳ منډي وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.
تر ټولو ډېري منډي یې عمران جنت ۳۳ او منیر کاکړ ۳۱ ترسره کړې.
د ښامارانو لپاره شراف الدین اشرف ۴ ویکيټي او وقار سلام خیل بیا درې ویکيټي ترلاسه کړې.
د لوبي په دوهمه پاڼۍ کي د بندآمیر ښامارانو غوره توپ وهنه وکړل او د بُست ساتونکو ۱۳۴ هدف یې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۵ اورونو کي پوره کړ.
د ښامارانو لپاره په غوره توپ وهنه کي عثمان غني ۶۲ منډي او لوبډلمشر اصغر افغان بیا ۵۵ منډي وکړې او دواړه ناسوځېدلي ووتل.
د بُست په توپ اچونه کي کریم جنت و، چي یوه ویکیټ یې واخیسته.
د یادې لوبي غوره لوبغاړی شراف الدین اشرف وټاکل سو، چي په ۴ اورونو کي يې ۱۳ منډي ورکړې او ۴ ویکیټې یې ترلاسه کړې.

شپږمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ شپږمه لوبه د چهارشنبې په ورځ سهار د بندامیر او امونهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بندامیر لوبډلې د اوو ویکټو په توپير امونهنګانو ته ماتې ورکړه.
یاده لوبه کې لومړی امونهنګانو لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بندامیر ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکی.
امونهنګانو لوبډلې ته دروېش رسولي ۵۲، جاوید احمدي ۳۴ او فرهان ذاخېل بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.
شراف الدین اشرف دوه، خو وفادار مومند او وقار سلام‌خېل بیا د امونهنګانو یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
کله چې بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د لوبې په ۱۸م اورو کې د امونهنګانو له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.
د بندامیر لپاره عثمان غني ۵۷، حضرت‌الله ځاځي ۳۸ او ناصر جمال بیا ۲۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
امونهنګانو لوبډلې ته عبدالوسع درې ویکټې واخیستلې.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی عثمان غني وټاکل شو، چې ۵۷ منډې یې جوړې کړې.

اوومه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ اوومه د چهارشنبې په ماپښین د میس‌عینک او سپي غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میس‌عینک لوبډلې د ۵۸ منډو په توپير سپي غر لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د لوبې په پیل کې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لوبډلمشر شاپور ځدراڼ پچه وګټله چې لومړی یې د اکټو سپین غر زمریانو د لوبډلمشر کریم صادق پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د مس‌عینک لپاره د لوبې په پیل کې بهارعلي شینواري او محمد شهزاد ډېره چټکه توپوهنه پیل کړه چې تر ډېره د دوی د منډو ملګرتیا د میس‌عینک لپاره د ستر هدف لامل شوه چې د یادې لوبډلې لوبغاړو د څلور ویکټو په سوځېدو، د۲۰ اورونو په لوبولو سره له سیال لوري ۲۲۱ منډې ترلاسه کړې.
مس عینک د توپوهونکو په استازیتوب بهارعلي شینواري ۶۵ ډېرې، حشمت الله شهیدي ۵۳ او محمد شهزاد ۵۲ منډې وکړې چې له منځه یې محمد شهزاد او بهارعلي شینواري ترمنځ د لوبې چټک پیل د میس‌عینک لپاره د ستر هدف لامل شو.
د سپین غر زمریانو د توپ اچوونکو له منځه عبدالله عادل دوه، کریم صادق او قیس احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو د دوی توپ اچونې هم سیال لوری له ډېرو منډو ترلاسه کولو راونه ګرځولی شو.
ورپسې د اکټو سپین غر زمریانو لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې لوبډلمشر کریم صادق ۳۳ ډېرې، فضل ځاځي ۲۳، رحمت الله او قیس احمد هر یوه ۱۹ منډې ترلاسه کړې، خو حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو هدف یې ترلاسه نه شو کړلی.
په داسې حال کې چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته عبدالله مزاري څلور، لوبډلمشر شاپور ځدراڼ درې، نور احمد دوه او محمد الله همکار یوه ویکټ ترلاسه چې په دې سره د اکټو سپین غر زمریانو په ۱۸،۳ اورونو کې د ۱۶۳ منډو ترلاسه کولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټاکل شوی هدف یې ترلاسه نه کړای شو.
د مس عینک اتلانو بهار علي شینواری د لوبې د غوره لوبغاړي او د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي او عبدالله مزاري بیا د سټاېلېش لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

په شپږیزه کرکټ لیګ کې د نمرو جدول

په شپږیزه کرکټ لیګ کې بندامیر لوبډله د څلورو نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، میس‌عینک د څلورو نمرو په درلودلو سره دویم ځای، بُست لوبډله د دوو نمرو په درلودلو سره درېیم ځای، سپین غر د دوو نمرو په درلودلو سره څلورم ځای، کابل بازان د دوو نمرو په درلودلو سره پنځم ځای او امو لوبډله بیا هیڅ نمره نه لري، چې د جدول په وروستي «شپږم» ځای کې شتون لري.

د شپږیزه کرکټ لیګ راتلونکې سیالۍ

پنجشنبه: سهار ۹ بجې بُست د سپین غر سره او ماپښین ۲ بجې بیا کابل بازان د امونهنګانو لوبډلې سره لوبیږي.
جمعه: سهار ۹ بجې بندامیر د سپين غر لوبډلې سره او ماپښين ۲ بجې بیا میس‌عینک د بُست لوبډلې سره لوبیږي.
شنبه: سهار ۹ بجې کابل بازان د بندامیر لوبډلې سره او ماپښین ۲ یجې بیا امونهنګان د میس‌عینک لوبډلې سره لوبیږي.
یکشنبه: سهار ۹ بجې کابل بازان د سپین غر سره او ماپښين ۲ بجې بیا امو د بُست لوبډلې سره لوبیږي.
د دوشنبې ورځې «سیپټمبر ۱۴مه» څخه د شپږیزه کرکټ لیګ بل پړاو پيلیږي، چې ګټونکي ټیمونه به یې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ «سیپټمبر ۱۶مه» د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه ترسره کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.