پاکستان کرکټ بورډ؛ له افغانستان سره لوبلړۍ ته لېواله یوو

سپینه تجريدي ډیزاین

د پاکستان د کرکت بورډ مشر وسیم خان ویلي، چې پاکستان د افغانستان په کرکټ کې مهم رول لوبولی او دوی لا غواړي، چې افغانستان لوبډله په کرکټ کې پرمختګ وکړي.
نوموړي ویلي چې دوی په دې برخه کې ډېره مرسته کړې، چې د افغانستان لوبډله نړیوال سټیج ته ورسېږي او نړیوالې لوبې وکړي.
د نوموړي خبره یو څه حقیقت هم ده، ځکه کله چې افغان کرکټ لوبډله له دویمې درجې هېواد څخه لومړۍ درجې ته، تګ پیل کړی و، لومړی هېواد پاکستان او د دې هېواد کرکټ بورډ و، چې د هو سر یې وخوځاوه، د کرکټ نړیوالې شورا او د اسیا کرکټ شورا ته یې وویل، چې افغان لوبډله باید په نړیوالو لوبو کې ولوبېږي.
وسیم خان ویلي:

«پاکستان غواړي چې له افغان لوبډلې سره لوبې وکړي، د پاکستان لوبډله دوه اړخیزې لوبلړۍ وکړي؛ خو دا سفرونه به اوس ځکه ستونزمن وي، چې د لوبلړیو نوملړ د کرکټ نړیوالې شورا خپور کړی او دا نوملړ د کرونا ویروس له امله زیانمن شوی هم دی، د هغه په خبره د کرکټ نړیوالې شور د ایف ټي پي یا فیوچر ټوور پلان خپور کړی او بدلون پکې نشي راتلای، نو سږ کال او یا هم د راتلونکي کال تر لومړیو پورې به د افغانستان او پاکستان لوبلړۍ ستونزمنې وي.»

د دواړو لوبډ‌لو ترمنځ د یو بل د کوربتوب مئسله وروسته له هغې ګرمه شوه، چې د پاکستان لومړی وزیر د تېرې پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۱۹ مه کابل ته راغی او دلته یې له کرکټ لوبغاړو سره هم ملاقات وکړ.
په دغه ملاقات کې د کرکټ ګڼو لوبغاړو برخه درلوده او د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي عمران خان ته د لوبغاړو له خوا لاسلیک شوی بېټ هم ډالۍ شو.
AFGH vs PAK Dream11 picks & Playing 11: Top players for the Pakistan vs  Afghanistan ICC World Cup Warm Up Match
له دې وروسته راشدخان د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبلړیو خبره وکړه.
خو اوس د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې دا لوبې په لنډ وخت کې ستونزمنې او کېدای شي راتلونکي کې ترتیب شي.
پاکستان او افغانستان په ۲۰۱۷ کال لومړیو کې هوکړه کړې وه، چې افغان لوبډله به پاکستان ته ځي او د پاکستان لوبډله به افغانستان ته راځي او دواړه لوبډلې به شل اوریزې لوبې کوي.
خو کله چې په ۲۰۱۷ کې د روژې په ۵ مه د کابل په وزیر اکبرخان کې ستر ټانکر بم برید وشو، له هغې وروسته د پاکستان او افغانستان د کرکټ بورډونو ترمنځ اړیکې یو څه خرابې شوې.
افغانستان او پاکستان لومړی ځل په ۲۰۱۴ کې په اسیا جام کې مخ شول، چې دغې پنځوس اوریزه لوبه کې پاکستان، افغان لوبډله ماته کړه.
دویم ځل په ۲۰۱۵ کې دوبۍ کې په یوه دوستانه شل اوریزه لوبه کې مخ شول، چې پاکستان دغه لوبه هم په داسې حال کې وګټله، چې وروستی اوور او وروستي توپونه وو.
بیا ځل په ۲۰۱۸ کال اسیا جام کې مخ شول، چې هغه لوبه هم پاکستان ګټلې وه.
۲۰۱۹ کې تمریناتي لوبه یواځېنۍ هغه وه، چې افغانستان، پاکستان ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه.
ورپسې نړیوال پنځوس اوریز جام کې بیا پاکستان، افغان لوبډله په درې وېکټو ماته کړه او عماد وسیم ۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افغان لوبډلې په ۲۰۱۵ کې په لاهور کې پاکستان ته په ۱۵ اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه او هغه مهال دا لوبه نواز شریف او ولسمشر غني هم ننداره کوله.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.