کرېس ګې وایي، له سوپر اوور وړاندې غوسه وم

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
د اکټوبر په ۱۸ مه د یکشنبې په ماخستن د آی پي اېل په تاریخ کې درې سوپر اورونه ترسره شول.
په دې سوپر اورونوکې په کرېس ګېل دویم ځل اعتماد وشو او لوبه یې هم په شپږیزې سره د بریا درشل ته ورسوله او بالاخره پنجاب لوبډله بریالۍ هم شوه.
د پنجاب او ممبيي لوبډلو ترمنځ دوه سوپر اورونه
ممبيي کرکټ لوبډلې لومړی ځل په عادي لوبه کې ۱۷۶ منډې وکړې او پنجاب هم ۱۷۶ منډې وکړې.
لوبه سوپر اوور ته لاړه، د سوپر اوور لوبه کې محمد شمي د پنجاب لپاره شپږ یارکر توپونه وغورځول او ممبيي یواځې د ۵ منډو په جوړولو بریالی شو.
پنجاب د ۶ منډو پوره کولو لپاره توپوهنې ته کی اېل راهول او نیکولاس پوران راغلل او ورپسې ډیپک هوډا راغی، منډې بیا مساوي شوې.
د دویم ځل لپاره ممبيي په سوپر اوور کې پنجاب ته ۱۲ منډې هدف ورکړ.
دا ځل کرېس ګېل او میانک اګروال ته چانس ورکړل شو.
په هرحال پنجاب لوبه وګټله.

کرېس ګېل او د غوسې دلیل یې

کرېس ګېل وایي له سوپر اوور لوبې وړاندې غوسه و، د هغه په خبره یو اوپنر توپوهونکي ته په سوپر اوور کې لومړی چانس ورنه کړل شو او دویم ځل لپاره پرې اعتماد وشو.
کرېس ګېل له د ویسټ انډیز په لوبډله کې هم اوپنر توپوهونکی دی او په سوداګریزو لیګونو کې هم دی په اوپننګ لوبې ته راځي.
سږ کال د پنجاب لوبډلې په ۷ لوبو کې کرېس ګېل هیڅ نه دی لوبول شوی او دې وروستیو دوو لوبو کې ورته موقع ورکړل شوه.
په یوه لوبه کې یې د بنګلور پر وړاندې نیمه سلیزه ووهله او د روان آی پي اېل پیل یې په پنځوسیزه ووهله او لوبه په ۸ وېکټو پنجاب وګټله.
په دوو لوبو کې کرېس ګېل ښه ځلېدلی او دواړو لوبو کې یې کردار ګټونکی و.
اوس کرېس ګېل په دې د پنجاب لوبډلې له رهبرۍ ګیله من دی، چې په اووه لوبو کې یې نه دی لوبولی او بل یې له اوپننګ لېرې کړی او د ون ډاون یې لوبې ته راښکته کوي.
نوموړي تېره شپه د اکټوبر په ۱۸ مه ویلي، چې له سوپر اوور وړاندې په غوسه و؛ خو پرېښانه نه و.
کرېس ګېل داسې توپوهونکی دی، چې سرکل یا دایره ښه لوبوي او کولای شي، چې پاور پلی کې توپ اچوونکي وټکوي.
خو که وروسته راوویستل شي؛ نشي کولای چې چټکې منډې ووهي او تېزه منډه ووهي.
کرېس ګېل له سوپر اوور لوبې بري وروسته وویل زه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه د محمدشمي بولم، ځکه چې په سوپر اوور کې یې پنځه منډې ورکړې او په یو اوور کې یې د یارکرو توپونو ترسره کولو لوبه د پنجاب لپاره امکاني کړه، چې وې یې ګټي.
که څه هم د لوبې غوره لوبغاړي جایزه کی اېل راهول ته ورکړل شوه؛ خو کرېس د لوبې غوره لوبغاړي حقدار محمدشمي وباله.
کرېس ګېل د آی پي اېل هغه لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۱ کې یې د پونه لوبډلې پر وړاندې یوه لوبه کې ۱۷۵ منډو ریکارډ جوړ کړی او په ټول آی پي اېل کې یې ۱۲۷ لوبې کړي، چې۴۵۶۱ منډې یې کې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۷۵ منډې کړي.
شپږ یې سلیزې او ۲۹ یې نیمه سلیزې وهلي دي.
۳۷۱ څلوریزې او ۳۳۳ یې شپږیزې وهلي دي او د نړۍ په کچه مخکښ شپږیزې وهونکی لوبغاړی هم دی.
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.