فرهان یوسفزی: ځیني کړۍ د افغان لوبغاړو له استعداد او احساساتو ناوړه ګټه اخلي!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي، چې افغان لوبغاړي ښه استعداد لري، خو له استعداد او احساساتو څخه یې ځیني کړۍ ناوړه ګټه اخلي.
یوسفزي زیاته کړه، چاته اجازه نه ورکوې، چې د افغان لوبغاړو د استعداد او احساساتو څخه ناوړه ګټه واخیستل شي.
فرهان یوسفزي زیاته کړه:

« زموږ د لوبغاړو استعداد دی چې ډېر ښه استعداد لري، خو له بده مرغه کله ناکله د دوی له استعداد او احساساتو ناوړه ګټه پورته کېږي او یو شمېر کړۍ او افراد یې بیا په خپله ګټه څرخوي چې موږ به دغه ډول کسانو ته هیڅکله هم اجاز ورنکړو، که څه هم دغه کسان د بېلابېلو چنلونو له لارې د فشار واردولو هڅه هم کوي، خو موږ به ورته اجازه ورنکړو، ځکه موږ ته ملي او د ادارې ګټې تر هرڅه لومړیتوب لري.»

فرهان یوسفزی وروسته له هغه دا خبرې کوي، چې تازه په کرکټ بورډ کې بیا د جنجالونو راپورته کېدو راپورونه ورکول کیږي.
راپورونه وايي، پخوانیو لوبغاړو لاس سره یو کړی، چې د کرکټ اوسنۍ رهبري له منځه یوسي.
تازه څو ورځې مخکې د افغان ۱۹ کلني کرکټ ملې لوبډلې روزونکې او کرکټ بورډ کې د غوراوي کمېټې غړي رییس احمدزي له خپلې دندې استعفاء وکړه.