حضرت ځاځی به بابراعظم په شل اوریزو لوبو کې له لومړي مقامه وغورځوي.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

سمیع الله درانی
د کرېک ټرکر وېب پاڼې لیکلي، چې که راتلونکي کې د حضرت الله ځاځي په ګډون، د ګوتو په شمار کرکټ لوبغاړي ښې شل اوریزې لوبې ولوبوي، بابر اعظم د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له لومړي مقام راغورځولی شي.
پاکستانی بابر اعظم د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړي مقام کې دی، هغه ۳۳ شل اوریزې لوبې کړي او دغو لوبو کې یې ۱۲ سوه او ۹۰ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې ۹۷ سوځېدلې زیاتې منډې دي.
په شل اوریزو لوبو کې بابراعظم ۱۰ نیمه سلیزې وهلي دي.
بابر اعظم د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور ښار اوسېدونکی دی، ۲۵ کاله او ۹ ورځې عمر لري.
نوموړی له کابو دوه کلونو راهیسې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې د لومړي مقام تاج پرسر اېښی او اوس د کرېک ټرکر وېب پاڼه وایي، چې دا تاج به حضرت الله ځاځی، ګلېن مکسوېل، کولېن منرو، روهېټ شرما، ډارسي شارټ، الېکس هېلس او یا هم اېرون فېنچ د بابر اعظم له سر څخه راکوزوي او له دوی څخه یو به یې په خپل سر ږدي.
حضرت الله ځاځی

حضرت الله ځاځی ۲۱ کاله عمر لري، د افغانستان د پکتیا ولایت د ځاځي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ده د افغانستان لپاره ټولې ۱۰ شل اوریزې لوبې کړي او په دغو لوبوکې یې د لمر د څړېکې په څېر چټک مزل کړی او لسګونه لوبغاړي یې د شل اوریز کرکټ په درجه بندۍ کې شاته پرېښي او ځان یې په شل اوریزو لوبو کې تر پنځم مقامه رارسولی دی.
ځاځي په ۱۰ شل اوریزو لوبوکې ۴۷۰ منډې کړي، یوه لوبه کې یې د ایرلېنډ خلاف ۱۶۲ ناسوځېدلې لوړې منډې دي او ایرون فېنچ پسې د نړۍ په کچه دوهم لوبغاړی دی، چې یوه لوبه کې زیاتې منډې کوي، فېنچ د زِمبابوې خلاف یوه لوبه کې ۱۷۲ سوځېدلې منډې کړې وې.
ځاځی په شل اوریزو لوبو کې یوه سلیزه او دوه پنځوسیزې لري.
د ده لپاره د ویسټ انډیز خلاف سیریز کې پوره چانس دی، چې ښه توپ وهنه وکړي او د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې ایرون فېنچ، کولېن منرو، مکسویل او بابر اعظم ته لا ورنږدې شي او راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام کې د لوبېدو پر مهال ترې مخکې شي.
نو کرېک ټرکر وایي که ځاځی لږ په دقت، حوصلې او تخنیک سره مخته ولاړ شي، کولای شي، چې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې تر لومړي مقامه ورسېږي.
بابراعظم په شل اوریزو لوبو کې ۸۶۸ نومرې لري، د ځاځي نومرې بیا ۷۲۷ دي، خو ۲۳ لوبې یې له بابراعظم څخه کمې کړي دي.
ګلېن مکسویل په شل اوریزو لوبو کې دوهم نمبر توپ وهونکی دی، هغه ۸۱۵ نومرې لري، ۵۹ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۵۱۴ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۱۴۵ لوړې منډې دي، ۳ سلیزې او ۶ پنځوسیزې یې شل اوریزو لوبو کې وهلي دي.

دی که لږ خواري وکړي کولای شي، چې بابر اعظم له لومړي مقام لرې کړي او خپله لومړی مقام قایم کړي.
نیوزیلېنډی کولېن منرو په شل اوریزو لوبو کې دریم نمبر لوبغاړی دی، هغه ۵۵ شل اوریزې لوبې کړي، ۱۴ سوه او ۳۶ منډې یې پکې کړي، ۱۰۹ ناسوځېدلې یې لوړې منډې دي.
۳ سلیزې او ۹ پنځوسیزې یې وهلي دي.
منرو په شل اوریزو لوبو کې ۷۹۶ نومرې لري.
اېرون فېنچ په شل اوریزو لوبو کې څلورم مقام خپل کړی دی، په ۵۲ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۶۷۱ منډې کړي دي، یوه لوبه کې یې د زِمبابوې خلاف ۱۷۲ سوځېدلې لوړې منډې دي.
په شل اوریزو لوبو کې ۲ سلیزې او ۹ پنځوسیزې لري.

د ده نومرې په شل اوریزو لوبوکې ۷۸۲ دي.
ډارسي شارټ بیا شپږم مقام کې دی او ۷۱۵ نومرې لري.
روهېټ شرما او الېکس هېلس دواړه بیا په اووم مقامونو کې دي، دواړه ۶۶۴ او ۶۶۴ نومرې لري.

د کرېک ټرکر وېب پاڼې په وېنا که دغه لوبغاړي په راروانو شل اوریزو لوبو کې ښه کارکرده ګي وکړي بابر اعظم له لومړي مقام څخه راغورځولی شي.
که د حضرت الله ځاځي لپاره کوچ یا روزونکی د فوټ ورک یا قدمونو د کارولو او په اف سټم د لوبولو تخنیکونه ورزده کړي؛ نو د هېټ سربېره به په تخنیکي لوبه کې هم نوم وګټي او د نړۍ په کچه به لا نور ریکارډونه جوړکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.