د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په دوام ۲۱ مه لوبه د پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ ترسره شوه.
ملتان سلطان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه.
پېښورزلمي لوبډلې په ټولو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د کامران اکمل د ۳۵ منډو او د شېرفېن رترفورډ د ۵۶ منډو په مرسته ۱۶۶ منډې وکړې.
شهنواز داني د ملتان لپاره څلور لوبغاړي وسوځول.
ملتان سلطان لوبډلې لپاره لوبډلمشر محمد رضوان او سهیب مقصود خورا غوره لوبه وکړه؛ رضوان په ۵۶ توپونو د دوه شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۸۲ ناسوځېدلې منډې او سهیب مقصود ۶۱ منډې وکړې.
ملتان سلطان د اوولسم اوور په درېیم توپ ځان هدف ته ورساوه او پېښورزلمي ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
په دې لوبه کې ملتان سلطان سره رحمان الله ګربز نه و.
د لوبې غوره لوبغاړی شهنواز داني وپېژندل شو، هغه په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول.
نن ماخستن ۸ نیمې بجې کراچۍ کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ د لیګ ۲۲ مه لوبه کوي.
ملتان سلطان لوبډلې د دې لوبې په بري سره خپلې نومرې شپږو ته پورته کړې؛ خو مخکې تګ یې ونه کړ.
د نومرو جدول
اسلام اباد یونایټېډ د لس نومرو په لرلو سره لومړی ځای لري، لاهور قلندرز د لس نومرو په لرلو سره دویم، پېښورزلمي ۸ نومرې لري درېیم مقام کې ده، کراچۍ کېنګز ۶ نومر، ملتان سلطان ۶ نومرې او کوېټې لوبډله ۲ نومرې لري.
د پاکستان سوپرلیګ پایلوبه د جون په ۲۴ مه لس ورځې وروسته ترسره کېږي.
تېرکال د دې لوبو اتلولي کراچي کېنګز ګټلې وه.
له دې وړاندې دوه ځلې اتلولۍ اسلام اباد یونایټېډ او دوه ځلې پېښورزلمي ګټلي دي.