بېګ باش کې د راشد دې لوبډله بهر شوه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د اسټرالیا سوداګریزې کرکټ لوبې چې د ۲۰۲۰ کال د ډېسمبر په لسمه د اته لوبډلو په ګډون د ۵ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شوې وې، نږدې ۷ ورځې وروسته پای ته رسېږي.
په دې لیګ کې د محمدنبي دې اړوند لوبډله مېلبورن رېنېګېډز د لوبو لومړي پړاو کې بهر شوې ده او د جمعې په ورځ پکې د راشدخان دې اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز هم بهر شوه.

د جمعې ورځې لوبه او د لوبډلې بهر کېدل

د اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې وکړې.
په دې لوبډله کې په دې مهمه لوبه کې یو لوبغاړي هم نیمه سلیزه ونه شوه وهلای او همدا علت و، چې هدف خورا کم شو او بالاخره یې په ماتې تمامه شوه.
Big Bash League: Rashid Khan Named Man of the Match on Debut
که چېري لوبډلمشر ټراوېس هېډ او الېکس کېري، پنځوسیزې وهلای وای او ټارګېټ یې تر ۱۵۰ پورته کړی وای، چې نو د مجیب الرحمن دې اړوند لوبډله برېسبین هیټ به له پوره ستونزو سره مخ شوی وای.
خو د دوی توپوهونکي ونه توانېدل، چې له دېرشو لوړې منډې جوړې کړي.
د برېسبین هیټ لپاره ټولو بالرانو ښه توپ اچونه وکړه، خو مېرنیوس لبوس شېن بیا په درې اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې.

د مجیب الرحمن دې اړوند لوبډله او لوبه یې

د افغان لوبغاړو اړوند لوبډلو کې یواځې د مجیب لوبډله دویم پړاو کې لوبېږي او یوه لوبه یې دې پړاو کې هم وګټله.
د ظاهرخان، محمد نبي، نور احمد لکڼوال او راشدخان دې لوبډلې بهرشوي دي.
په دې لوبه کې د برېسبین هیټ لوبډلې په ۱۸ اعشاریه ۵ اورونو کې هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او اډیلایډ سټرایکرز یې بهر کړه.
د شنبې په غرمه سېډني سېکسرز او پېرت سکارچرز مخ دي او د یکشنبې په ورځ سېډني تندر او بریسبین هیټ لوبډلې لوبه کوي.
پایلوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د فبروري په ۶ مه نېټه ترسره کېږي.
سږ کال د دې لیګ لسم پړاو دی او یوه مخکښه لوبډله به د اتلولۍ جام پورته کړي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.