یاد کرکټ لیګ د راتلونکې میاشت په ۶ مه پای ته رسېږي، د لسم پړاو لوبې د ډېسمبر په لسمه د اته لوبډلو په ګډون د پنځه افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شوی و.
برېسبین هیټ لوبډلې مجیب الرحمن پېرلی و، مېلبورن سټارز ظاهرخان سره قرارداد کړی و، راشدخان له اډیلایډ سټرایکرز سره و، نوراحمد لکڼوال او محمد نبي عیسی خېل بیا له مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې سره ولوبېدل.
د راشدخان او مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې دویم پړاو ته رسېدلي دي او ښایي په پاتې لوبو کې چې د جمعې په ورځ پیلیږي، بېرته راشدخان او مجیب الرحمن له خپلو لوبډلو سره اسټرالیا کې مل شي.
په دې لیګ کې د ناک اوټ لوبې د جنوري په ۲۹ مه د جمعې په ورځ د مجیب الرحمن دې او راشدخان دې اړوند لوبډلې ترمنځ ده، کومه لوبډله چې لوبه وګټي، هغه پایلوبې ته یو قدم نږدې کېږي او کومه لوبډله چې لوبه وبایلي، هغه له سیالیو بهر کېږي.
د شنبې په ورځ د جنوري په ۳۰ مه سېډني سېکسرز او پېرت سکارچرز مخ کېږي، چې ګټونکې لوبډله پایلوبې ته ځي او بایلونکې لوبډله یو بل چانس هم لري.
سېډني تندر لوبډله په ناک اوټ کې ده، مطلب دا چې د دویمې لوبې بایلونکې لوبډله به له دې لوبډلې سره لوبه کوي او ګټونکې لوبډله به بیا چلېنج پړاو کې د یوې بلې مخکښې لوبډلې سره د فاینل لپاره لوبه کوي.
په لیګ کې د ظاهرخان دې اړوند لوبډله مېلبورن سټارز، د محمد نبي او لکڼوال دې اړوند لوبډله مېلبورن رېنېګېډز او هوبرټ هرېکېنز له سیالیو بهر شوي دي.