له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د افریقا لوبډله پاکستان ته ولاړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افریقا کرکټ لوبډله د شنبې په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې له الوتکو ښکته شوه.
دا له ۲۰۰۷ او ۸ کلونو وروسته د افریقا لوبډلې لومړی سفر دی، چې پاکستان ته یې کوي.
پاکستان ته د افریقا لوبډلې سفر ته پاکستانیان په خپل هېواد د کرکټ د بشپړ پیل په سترګه ګوري؛ ځکه د افریقا لوبډله د نړۍ په کچه یوه مطرح لوبډله ده او دا چاره نورو لوبډلو ته هم دا جرات ورکوي، چې پاکستان ته سفرونه وکړي او هلته بېرته نړیوال کرکټ ته په ډاډه زړه اجازه ورکړل شي.

۲۰۰۹ کال او پاکستان کې د لوبو بندیز

۲۰۰۹ کې د پاکستان په لاهور ښار کې د سریلانکا په لوبډله نامعلومه وسله والو ډزې وکړې، ځېنې لوبغاړي یې ټپیان شول، دې چارې پاکستان کې کرکټ ۱۱ کاله بند کړی و او د نړۍ هیڅ لوبډله پاکستان ته نه تلله.
د کرکټ نړیوالې شورا هم پاکستان د لوبو لپآره د امنیتي پلوه خوندي ځای نه باله.
له دې وروسته د پاکستان ټول لوبغالي د نړیوالو لوبډلو پرمخ تړلي وو او د پاکستان کرکټ بورډ ستر اقتصادي او لوبییز زیان هم ولید.

له ۲۰۰۹ وړاندې د پاکستان کوربتوب

۱۹۴۵ کې د پاکستان له رامنځته کېدو سره سم یې لوبډله هم رامنځته شوه او لوبې یې پیل کړې، د پاکستان لوبډلې د بهرنیو سفرونو سربېره په کوردننه له ډېری لوبډلو سره لوبې کولې.
په دې لړ کې د هندوستان، انګلستان، سریلانکا، اسټرالیا، ویسټ انډیز، افریقا، بنګله دېش، نیوزیلېنډ او زِمبابوې لوبډلې پاکستان ته تللې وې.
۲۰۰۳ کې د هندوستان لوبډله پاکستان ته تللې وه او هلته یې په کراچۍ، لاهور، راولپېنډۍ او پېښور ښارونو کې لوبې وکړې.
دا مهال پاکستان ډېر اقتصادي عاید هم لاسته راوړه او د دې سربېره یې لوبډله هم په مقام کې وه.
یو ځل یې ۱۹۹۲ کې یې نړیوال ۵۰ اوریز جام وګاټه او ۲۰۰۹ کې یې شل اوریز جام خپل کړ.

پاکستان کې له بندیز وروسته د کرکټ بیا پیل ته هڅې

۲۰۱۷ کې د پاکستان کرکټ بورډ هڅې وکړې، چې د کرکټ نړیوالې شورا او هم نړیوالو لوبډلو ته قناعت ورکړي، چې پاکستان امن دی او کولای شي د پاکستان په کوربتوب لوبې وکړي.
د پاکستان د کرکټ بورډ په ۲۰۱۸ کې د نړۍ یوولس کسیزه لوبډله پاکستان ته راوغوښته او درې شل اوریزې لوبې یې وکړې.
د نړۍ یوولس کسیزې لوبډلې لوبډلمشر د افریقا فاف ډوپلیسي وو او لوبلړۍ دوه د یو پر وړاندې پاکستان وګټله.
له دې وروسته د ویسټ انډیز لوبډله پاکستان ته ولاړه، ورپسې د سریلانکا لوبډله په لاهور او کراچۍ لوبغالو کې ولوبېده.
ورپسې د بنګله دېش لوبډلې هم لوبې وکړې له دې وروسته نورې لوبډلې هم وعداره شوې، چې پاکستان ته سفرونه وکړي.

د سوداګریزو لوبو ترسراوی

۲۰۱۸ کې د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو درېیم پړاو ځېنې لوبې په پاکستان کې ترسره شوې.
۲۰۱۹ کې هم د یاد لیګ لوبې پاکستان وشوې او ۲۰۲۰ کې یې ټولې لوبې پاکستان کې ترسره شوې.
South Africa arrive for first Pakistan tour in 14 years - Sport - DAWN.COM

د افریقا او پاکستان لوبو تاریخچه

دواړو لوبډلو له ۱۹۹۴ څخه تر دې دمه ۲۶ ټېسټ لوبې کړي، چې ۱۵ یې افریقا او ۴ پاکستان ګټلي دي.
۷ لوبې ډرا یا مساوي شوي دي.
۱۹۹۴ او ۹۵ کې یوه لوبه وشوه، چې افریقا وګټله.
۱۹۹۷ او ۹۸ کې ۳ لوبې وشوې چې دوه لوبې افریقا وګټلې، همدې کال کې یې ۳ لوبې نورې هم وکړې، چې افریقا یوه وګټله او یوه پاکستان وګټله، یوه لوبه یې مساوي شوه.
۲۰۰۲ کې دوه لوبې وشوې، چې دواړه افریقا وګټلې.
۲۰۰۷ کې ۳ لوبې وې، چې دوه یې افریقا وګټلې، ۲۰۱۰ او ۱۱ کې دوه لوبې او دواړه مساوي شوې.
۲۰۱۲ او ۱۳ کې درې واړه لوبې افریقا وګټلې.
۲۰۱۳ او ۱۴ کې دوه لوبې وشوې، چې یوه پاکستان او یوه سویلي افریقا وګټله او ۲۰۱۸ او ۱۹ کې ۳ لوبې وې او ۳ واړه افریقا وګټلې.
دواړه لوبډلې د ۲۰۲۱ د جنوري په ۲۶ مه د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیلوي او ورپسې درې شل اوریزې لوبې هم کوي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.