د نیوزلینډ یوه ځوان لوبغاړي د ویسټنډیز خلاف سلیزه ووهله

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په شل اوریزو لوبو کې ډېری لوبغاړو په ۳۵ او له هغې څخه په بره توپونو چټکې سلیزې وهلي دي، چې په دې لوبغاړو کې ډېوېډ مېلر په ۳۵ توپونو ۲۰۱۷ کې د بنګله دېش پر وړاندې سلیزه ووهله، روهېټ شرما په ۲۰۱۷ کې د سریلانکا پر وړاندې په ۳۵ توپونو، سریلانکایي سودېش د ترکیې پر وړاندې په ۲۰۱۹ کې په ۳۵ توپونو سلیزې وهلي دي.
د سکاټلېنډ جورج مونسي په ۲۰۱۹ کې د نېدرلېنډ پر وړاندې په ۴۱ توپونو سلیزه وهلې وه، حضرت الله ځاځي ۲۰۱۹ کې د ایرلېنډ پر وړاندې په ۴۲ توپونو سلیزه وهلې وه.
فاف ډوپلیسي او کی اېل راهول په ۲۰۱۵ او ۱۶ کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۴۶ او ۴۶ توپونو سلیزې وهلې وې.
اېرون فېنچ او کرېس ګېل په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کې د انګلستان پر وړاندې په ۴۷ او ۴۷ توپونو، د نیوزیلېنډ کولېن منرو د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۲۰۱۸ کې په ۴۷ توپونو سلیزه جوړه کړې وه.
ایوین لیوس په ۲۰۱۶ کې د هند خلاف په ۴۸ توپونو سلیزه جوړه کړې وه.
۲۰۱۹ کې ډېوېډمېلن د نیوزیلېنډ پر وړاندې په ۴۹ توپونو، ګلېن مکسوېل د سریلانکا پر وړاندې په ۴۹ توپونو په ۲۰۱۶ کې، مارټېن ګوپټېل د ۲۰۱۸ کې د اسټرالیا پر وړاندې په ۴۹ توپونو او کرېس ګېل په ۲۰۰۷ کې د سویلي افریقا پر وړاندې په ۵۰ توپونو چټکه سلیزه وهلې وه.
WIPA (@wiplayers) | Twitter

د ګلېن فېلېپس چټکه سلیزه

د نیوزیلېنډ ۲۳ کلن لوبغاړي ګلېن فېلېپس د ویسټ انډیز پر وړاندې دویمه شل اوریزه لوبه کې د ۲۰۲۰ د نومبر په ۲۹ مه خپله چټکه سلیزه ثبت کړه.
ګلېن فېلېپس په څلورم نمبر لوبغالي ته ښکته شو، هغه ۸ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې ووهلې.
نوموړي یواځې ۸۶ منډې په پولو یا بونډریانو لوبولو سره وکړې او پاتې ۲۲ منډې په ډبل او سېنګل کړي دي.
هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه او نیوزیلېنډ یاده لوبلړۍ دوه د صفر پر وړاندې مخته یوړه.
له دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه هم نیوزیلېنډ په ۵ وېکټو ګټلې وه او ګلېن فېلېپس پکې په ۷ توپونو ۲۲ منډې کړې وې، چې درې یې شپږیزې وهلې وې.

د فېلېپس او کانوی اوږده ملګرتیا

فېلېپس او ډیوون کانوی ۱۸۴ منډې ملګرتیا وکړه او په څلورمه وېکټ خورا ودرېدل.
دوی دواړو د اصلاَ د سویلي افریقا اوسېدونکي دي؛ خو اوس د نیوزیلېنډ په لوبډله کې لوبېږي.
ګلېن فېلېپس په ۱۹۹۶ کې د ډېمسبر په ۶ مه د سویلي افریقا په کېټاون کې زېږېدلی دی او اوسمهال ۲۳ کاله عمر لري.
نوموړي ټولې ۱۳ شل اوریزوې لوبې کړي، چې یوه یې سلیزه او یوه یې پنځوسیزه وهلې ده.
بل پلو ډېون کانوی هم ۱۹۹۱ کې د جولای په ۸ مه د افریقا په جوهېنزبورګ، ترانسوال سیمه کې زېږېدلی دی او اوس ۲۹ کاله عمر لري.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.