سېډني سېکسرز ښځينه کرکټ لوبډله ۲۵ زره ډالر جریمه شوه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 
د اسټرالیا په ښځینه بېګ باش کرکټ لیګ کې د سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله ۲۵ زره ډالر جرمانه شوه.
راپورونه وایي چې د دغې لوبډلې اداري غړو د ناسم پوهاوي له امله ستونزه جوړه کړې او ځانته یې مالي زیان اړولی دی.

ولې جرمانه شوه؟

د اسټرالیا په بېګ باش کرکټ لیګ د سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله چې له ځواکمنو لوبډلو بلل کېږي، د یوې لوبغاړې د لوبولو په خاطر له ستونزو سره مخ شوه.
د سېلور هولمیس په نامه یوه لوبغاړې چې د لوبډلو له اعلان وړاندې ټپي وه او د لوبډلو په ۱۵ لوبغاړو کې یې د بېګ باش لیګ رهبرۍ ته نوم نه و سپارلی، خو بیا هم د سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې د نومبر په ۲۱ مه د مېلبورن رېنېګېډز پر وړاندې ولوبوله او په دې خاطر لوبډله جرمانه شوه.

په لوبو کې اصول دا دي، کله چې یوه لوبډله د بل پر وړاندې لوبېږي او یا هم په ټورنمنټونو کې ګډون کوي، باید له وړاندې د احتمالي لوبېدونکو لوبغاړو نوملړ اعلان کړي.
د لوبغاړو نوملړ بیا د لوبو پرمهال تطبیق کېږي.
که د دغو لوبغاړو پرځای بیا بل لوبغاړی لوبېږي او نوم یې پخوا په نوملړ کې نه وي شامل، دا بې قانوني ده او لوبډلې له جرمانې سره مخ کېږي.
د دې سربېره له لوبغاړې څخه ۱۵ زره ډالر جرمانه هم اخېستل کېږي او د یو کال لپاره له لوبو هم ځنډول کېږي.

د اسټرالیا ښځینه بېګ باش کرکټ لیګ

په بېګ باش کرکټ لیګ کې څلور لوبډلې دوه نیمه پایلوبو ته رسېدلي دي.
د نومبر په ۲۵ مه مېلبورن سټارز او پېرت سکارچرز کرکټ لوبډلې کوي.
دویمه نیمه پایلوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ برېسبین هیټ او سېډني تندر لوبډلو ترمنځ کېږي.
د دغه لیګ پایلوبه د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۸ مه ترسره کېږي.
سېډني سېکسرز، هوبرټ هرېکېنز، اډیلایډ سټرایکرز او مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې له سیالیو بهر شوې.
د اسټرالیا بېګ باش ښځينه کرکټ لیګ د اکټوبر په ۲۵ پیل شوي دي.
د دې لوبو سږ کال پنځم پړاو دی، اتلولي یې دوه ځلې سېډني سېکسرز، یو ځل سېډني تندر او یو ځل برېسبین هیټ ګټلي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.