پېښور زلمي لوبدله له پاکستان غوره لیګ څخه بهر شوه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: یاران سپورټ
د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې چې د فبروري په میاشت کې په پاکستان کې د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، خو د مارچ په نیمایي کې د کرونا ویروس له امله په پلی اف برخه کې وځنډول شوې.
پلی اف یا ایلیمېنېټر پړاو ته څلور لوبډلې وتلي دي.
د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۴ مه ماسپښین مهال کراچي کېنګز او ملتان سلطان لوبډلې په کوالیفایر یا پایلوبې ته د غوراي سیالۍ کې مخ شوې.
په دې لوبه کې ملتان سلطان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۱ منډې وکړې.
کراچي کېنګز کرکټ لوبډلې هم د ۸ وېکټو په لوېدو سره ۱۴۱ منډې وکړې او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.
سوپر اوور لوبه او د کراچۍ کېنګز پایلوبې ته تګ
کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې د شېرفېن رترفورډ د ۱۱ منډو په مرسته ۱۳ منډې وکړې او د ملتان لپاره سوپر اوور سهیل تنویر ترسره کړ.
محمد عامر د کراچي کېنګز لپاره ښه سوپر اوور وکړ، د ملتان لوبډلې ریلي روسوو او ریوي بوپارا ونه توانېدل، چې ۱۳ منډې هدف پوره کړ.
دواړه ۹ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
کراچۍ کېنګز لوبډله سیده پایلوبې ته ولاړه او ملتان لوبډله نن ماخستن ۷ نیمې بجې له لاهور قلندرز سره پایلوبې ته د تګ په موخه لوبه کوي.
په دویمه لوبه کې پېښور زلمي او لاهور قلندرز لوبډلې مخ شوې.

پېښور زلمي لوبډلې ۱۷۱ منډې وکړې، چې دغه هدف په نولسم اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د محمد حفیظ د ۷۴ منډو په مرسته پوره کړ او پېښور زلمي ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی محمد حفیظ وپېژندل شو.
د پېښور زلمي لوبډله له سیالیو بهر شوه.
د پي اېس اېل سیالیو اتلولي
دوه ځلې اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې اتلولي ګټلې ده، یو ځل پېښور زلمي او یو ځل کوېټې ګلېډېئټرز ګټلې ده.
دا یې پنځم پړاو دی او درې لوبډلې هڅې کوي، چې یوه یې اتلولي ترلاسه کړي.
اوسنیو درېیوو لوبډلو کې یوه لوبډله هم په تېرو پړاوونو کې په اتلولیو ګټلو نه ده توانېدلې.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.