لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني ویلې، چې روان آی پي ایل به یې وروستی نه وي.
ډوهني ویلي، غواړم د آی پي ایل په راتلونکي پړاو کې هم د چینای لوبډلې لپاره ولوبیږم.
هغه زیاته کړه:
«بلې رښتیا هم زه ډېر باوري یم، چې راتلونکی کال به هم په چینای لوبډله کې اوسم او یاده لوبډله به رهبري کړم. لومړی ځل دی، چې موږ پلې آف سیالیو ته لاره پیداکړه نه کړه. دا چې زموږ لپاره یو بد کال وو، نو مجبور نه یو، چې هر څه ته تغیر ورکړو. یو شمېر لوبې چې باید ګټلې مو وای وموبایللې، چې پایله کې مو دویم پړاو ته لاره نه کړه پیدا.»
ډوهني په آی پي ایل کې
ډوهني د هند په آی پي ایل سیالیو کې له پيله لوبیږي او په ترسره کړو ۱۳ واړه پړاونو کې لوبېدلی.
ډوهني د ۲۰۰۸م کال څخه تر اوسه پوري په آی پی ایل کې ۲۰۴ لوبې، ۴۶۳۲ منډې، ۲۳ پنځوسیزي، ۳۱۳ څلوریزي او ۲۱۶ یې بیا شپږیزې وهلې دي.
ډوهني په ملې لوبډله کې
د هند کرکټ ملې لوبډلې دې مخکښ لوبغاړي درې میاشتې وړاندې د ملې لوبډلې سره مخه ښه وکړه او داسي اټکل کېدی، چې سږ کال به له آی پي ایل سیالیو سره هم مخه ښه وکړي.
۳۹ کلن ډوهني په ۲۰۰۴م کال کې د هندۍ کرکټ ملې لوبډلې سره یو ځای شوی وو او له هغه وروسته یې د یادې لوبډلې لپاره ۹۰ ټیسټ، ۳۵۰ یو ورځنۍ او ۹۸ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۴۸۷۶ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۷۷۳ منډې او په شل اوریزه سیالیو کې یې بیا ۱۶۱۷ منډې جوړې کړې دي.