لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هندوستان آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو سبا شنبه تر اوږده ځنډه وروسته پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دا لوبه سبا شنبه مازدیګر ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په شیخ زاهد کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، رویال چلینجرز بنګلور، سنرایزر حیدراباد، راجستان رویالز او ممبي انډینز هغه اته لوبډلې دي، چې په آي پي ایل سیالیو کې به یو د بل په وړاندې ولوبیږي.
دا لیګ د نوومبر تر ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي.
د آی پي ایل مراسم
د آی پي ایل سیالیو د تېرو پړاونو په پيل کې هر وخت خورا جالب او په زړه پوري مراسم ترسره کېدله، چې د هندي فلمونو ګڼو لوبغاړو به پکښي ګډون کاوه.
خو سږ کال د کورونا ویروس د پراختیا څخه د مخنیوي په موخه دا لیګ سبا شنبه په متحده عربي اماراتو کې پيلیږي او د پيل مراسم به هم ونه لري.
د آی پي ایل سیالیو مهالوېش
د دې لیګ لومړی پړاو به د نوومبر میاشتې تر درېیمې نېټې پوري ترسره شي او له هغه وروسته به د دویم پړاو سیالۍ پيل شي.
دا یې د لومړي پړاو مهالوېش دی.
آی پي ایل سیالیو کې مینوال
سږ کال د کورونا ویروس له امله آی پي ایل لوبې د متحده عربي اماراتو په دریو لویو ښارونو کې ترسره کیږي.
د آی پي ایل سیالیو مسوولینو په لومړنیو کې ویله، چې د دې لیګ ټولي لوبې به د بندو دروازو تر شاه ترسره شي، خو د متحده عربي اماراتو د کرکټ مسوولینو بیا ویله، چې د هند په موافقه دوی ۳۰ سلنه نندارچیانو ته زمینه برابرولای شي.
له هغه وروسته لوبغالي ته د مینهوالو د تګ خبره دومره ګرمه نشوه.
خو اوس داسي راپورونه ورکول کیږي، چې لوبغالي ته ۳۰ سلنه نندارچیان ورتلای شي او نور نندارچیان به د ټلویزیون له لاري ټولي لوبي تعقیبوي.
آی پي ایل سیالیو کې افغانان
د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې سږ کال هم درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبیږي.
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره او مجیب بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای دی.
دا درې واړه افغان لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته رسېدلې او د نړۍ دې ستر سوداګریز لیګ ته یې د پوره چمتوالی خبر ورکړی.
ممکن دا درې افغانان تر نورو ښه وځلیږي؛ ځکه دوی تازه د ویسټ انډیز لیګ څخه ساتنه شوي او هلته یې هم په ګڼو لوبو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.