د کرکټ نړیوالې شورا په پښتو ژبه پوسټ کړی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

پرون د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو پایلوبه د کابل بازانو او میس‌عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې کابل بازانو لوبډلې په ۹ منډو توپير بریا خپله کړه.

د پایلوبې لنډ حال

د لوبې پچه میس‌‌عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. کابل بازانو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره میس‌عینک لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکی. د کابل بازانو لپاره یونس احمدزي ۳۶، سمیع‌الله شینواري ۳۲ او ننګیالي خروټي بیا ۲۱ منډې وکړې.
د میس‌عینک لپاره دولت ځدران درې، شاپور ځدران او نوراحمد لکڼوال بیا دوې ـ دوې ویکټې واخیستلې. کله چې میس‌عینک لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې نه کړ پوره او په ۹ منډو توپير یې ماته وخوړه. د میس‌عینک لپاره غمي ځدران ۴۰، شاهدالله کمال ۲۶، دولت ځدران ۱۴ او حشمت‌الله شهیدي بیا ۱۳ منډې جوړې کړې.
د کابل بازانو لوبډلې ته نجات مسعود او ننګیالي خروټي دوې ـ دوې، حسیب‌الله، عظمت‌الله عمرزي او ضیا‌ءالرحمن یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
په دې سره د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اتلولي کابل بازانو لوبډلې خپله کړه.

له هغه وروسته، چې کابل بازان لوبډله بریا ته ورسېده، د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن الله ګربز په یوه ویډيويي پيغام کې خوښي وښودله، چې د ځوانو لوبغاړو په مټ یې د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه.
دا ویډیو د کرکټ نړیوالي شورا پر خپلې رسمې فیسبوک او ټویټر پاڼې خپره کړې او په پښتو ژبه یې ورسره لیکنه خپره کړې ده.


د کرکټ نړیوالي شورا له له لوري په پښتو ژبه خپور شوی پوسټ په هیواد دننه زیاته اندازه خپور شوی او د یادې شورا څخه یې ځانګړې مننې کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.