د شپږیزې کرکټ لیګ لومړۍ لوبه د جالیبو شېبو ډکه وه + انځورونه

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو نن یکشنبه پیل شو، چې په لومړۍ لوبه کې بندامیر او میس‌عینک کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې، چې میس عینک لوبډلې په یوه منډه بریا خپله کړه.

د میس عینک لوبډلې سکواډ

شاپور ځدران لوبډلمشر او په لوبډله کې محمدشهزاد، نجیب‌الله ترکی، هشمت‌الله شهیدي، دولت ځدران، صدیق پاچا، غمی ځدران، نوراحمد لکڼوال، شاهد‌الله کمال، عبداالله مزاري او ابراهیم خان شامل وه.

د بندامیر لوبډلې سکواډ

اصغر افغان لوبډلمشر او په لوبډله کې حضرت‌الله ځاځی، عثمان غني، ابراهیم ځدران، شراف‌الدین اشرف، حمید‌حسن، ابراهیم عبدالرحمیزی، طارق ستانکزی، وقار سلام‌خېل، ناصرجمال او محمد سردار شامل وه.

په ننۍ لوبه کې د دوو لوبډلو ۱۱ ـ ۱۱ لوبغاړي وه، چې ولوبېدل.

د ننۍ لوبې حال

د لوبې پچه د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران د بندامیر د لوبډلمشر اصغرافغان نه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
میس‌عینک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او بندامیر لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.
د میس‌عینک لپاره حشمت‌الله شهیدي ۶۵، شهزاد محمدي ۵۴ او غمي ځدران بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.

بندامیر ته بیا شراف‌الدین اشرف او وقار سلام‌خېل دوې ـ دوې؛ خو حمید حسن او محمدابراهیم بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې د بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ونه توانېده، چې د میس‌عینک له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.
بند امیر ته عثمان غني ۷۹، اصغر افغان ۴۵ او حصرت ځاځي بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.

میس‌عینک ته نوراحمد لکڼوال دوې ویکټې واخیستې، خو دولت ځدران، عبدالله مزاري او شاپورځدران بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې غوره لوبغاړی د میس‌عینک لوبډلې حشمت‌الله شهیدي وټاکل شو، هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۶۵ منډې جوړې کړې.

د شپږیزې کرکټ لیګ د لومړنۍ لوبې جالیبوالی

په ننۍ لوبه کې د میس عینک لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي شهزادمحمدي او افسرځاځی ټپي شول او له لوبې څخه ووتل؛ خو بیا یې هم لوبډلې بریا خپله کړه. تر افسر ځاځي وروسته ویکټ ساتنه هشمت‌الله شهیدي وکړه.
دویم دا چي په وروستي اورو کې ۱۴منډې بندامیر ته په کار وې، چې شاپور ځدران په لومړي توپ د بندامیر ویکټه واخیسته، په دویم توپ ورباندي دوې منډې جوړي شوې، په درېیم توپ ورباندي یوه منډه جوړه شوه، په څلورم توپ ورباندي څلوریزه ووهل شوه، په پنځم توپ یوه منډه جوړه شوه او په وروستي توپ بیا د ګټلو لپاره بندامیر ته شپږیزه په کار وه؛ خو شراف‌الدین اشرف د شپږیزي په ځای څلوریزه ووهله او لوبه یې په یوه منډه وبایلله.

شپږیزه لیګ اووم پړاو کې لومړی

لومړۍ څلوریزه شهزاد محمدي ووهله؛
لومړۍ شپږیزه شهزادمحمدي ووهله؛
لومړۍ پنځوسیزه شهزاد محمدي جوړه کړه؛
لومړۍ ویکټه شراف‌الدین اشرف واخیستله؛
لومړی کیچ حضرت‌الله ځاځي ونیوی؛
د لومړنۍ لوبې غوره لوبغاړی هشمت الله شهیدي شو؛
او د شپږیزې کرکټ لیګ لومړنی سټایلیش لوبغاړی بیا عثمان غني وټاکل شو.

راتلونکي لوبي

د شپږیزې لیګ په دویمه لوبه کې سبا دوشنبه سهار ۹:۳۰ بجې سپین غر د آمو په وړاندې او په درېیمه لوبه کې بیا سبا دوشنبه ماپښین ۲ بجې کابل بازان او بُست لوبډلې یو د بل په وړاندې لوبیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.