بنویشورکمار: راشدخان زموږ لپاره یوه لویه سرمایه ده

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه محمدصابر حمیدي

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد تکړه او نامتو چټک توپ‌اچونکي بنویشورکمار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راشدخان ارمان د سنرایرز حیدرآباد لوبډلې لپاره یوه لویه سرمایه ده.
کمار زیاته کړې، چې راشدخان ارمان د کرکټ په هر ډول فارمټ کې په زړه پورې دی او په آی پي ایل سیالیو کې هم د حیدرآباد لوبډلې لپاره یوه لویه سرمایه ګرځېدلې.

بنویشورکمار وویل:

« له تیرو دوو درو کلونو څخه موږ یوځای لوبیږي او په دې اساس موږ یو بل ډېر ښه سره پېژنو، د راشدخان ارمان توپ‌اچونه په آی پي ایل کې ماته ډاډګېرنه راکوي. راشدخان په ټوله نړۍ کې اوس یو په زړه پوري لوبغاړی دی، هغه په بیلابیلو لیګونو کې لوبې ترسره کړې دي او خپلې وړتیاوې يې ښوودلې دي. راشد چې کله لوبډله کې راسره وي، نو تل راته په زړه پوري وي.»

بنویشورکمار په داسي مهال د راشدخان ارمان ستاینه کوي، چې هغه یوه اونۍ مخکې د نړۍ کم عمره لوبغاړی شو، چې په شل اوریزه سیالیو کې ۳۰۰ ویکټې چټکي پوره کوي.

۲۱ کلن راشدخان ارمان دا ۳۰۰ ویکټې په ۲۱۳ شل اوریزه سیالیو کې اخیستي، چې دې کي هم د ملې لوبډلې او هم د لیګونو لوبې شاملې دي.
راشدخان ارمان دا ویاړ په داسي مهال خپلوي، چې هغه د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې پر ټولو توپ‌اچونکو باچاهي کوي او لومړی ځای لري.

راشدخان د ملې لوبډلې او کلبونو لپاره د ۲۱۳ شل اوریزه سیالیو ترڅنګ د ملې لوبډلې لپاره ۳ ټیسټ او ۶۸ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ سیالیو کې ۲۰ ویکټې او په یو ورځنیو لوبو کې یې بیا ۱۳۱ ویکټې اخیستي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.