اشیش نهرا: راشدخان به په IPL سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني نامتو چټک توپواچونکي اشیش نهرا د راشدخان ارمان په ګډون د هغو لوبغاړو نومونه په ډاګه کړي، چې سږ کال به په آی پي ایل سیالیو کې ښه ولوبیږي او د لوبډلو په ګټه به خورا مثبت تمام شي.
هغه د راشدخان ارمان ترڅنګ د ویسټ انډیزي کیرون پولارډ او د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکي عمران طاهر یادونه کړې، چې سږ کال به په آی پي ایل سیالیو کې ښې سیالۍ ترسره کړي.
د اشیش نهرا په خبره دا لوبغاړي به ځکه په آی پي ایل سیالیو کې ښه ولوبیږي، چې تر آی پي ایل مخکې دوی د ویسټ انډيز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې لوبیږي او دا لیګ به  IPL ته د چمتوالي برخه کې ورسره ډېره مرسته کوی.

هغه زیاته کړه:

«زه غواړم دا ووایم، هر لوبغاړی چي سي پي ایل ولوبوي، هرو مرو به په آی پي ایل سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا وښوي. خو راشدخان ارمان، کیرون پولارډ او عمران طاهر به د نورو لوبغاړو په پرتله هتمن بریالي وي.»

ټاکل شوې د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ تجارتي سیالۍ«CPL» راتلونکې سې شنبه د اګسټ میاشتې په ۱۶مه نېټه د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې پيل شي او سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پوري دوام وکړي.
د هند آی پي ایل لوبې بیا د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نیټې پوري دوام کوي.
آی پي ایل تر سي پي ایل ۹ ورځې وروسته پيلیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.