خبريال: مدثر دعوت
د ويسټ انډيز تجارتي ليګ د لوبو مهالوېش اعلان سو.
سږکال د کارابين ليګ يوازي په دوو لوبغالو کې ترسره کېږي.
د کارابين ۳۳ لوبي به په ټرينډاډ او ټوباګو کې ترسره سي چې د اګسټ مياشتي په ۱۸مه نېټه به پيل او د سپټمبر په لسمه پايته ورسېږي.
د کرونا وېروس له وېري دا لوبي د بندو دروازو تر شا ترسره کيږي .
ددې ليګ مسولين وايي چې سږکال به کارابين ليګ تر بل هر وخت په معياري ډول ترسره سي،د لوبغاړو او لوبډلو لپاره به په لوړه کچه امکانات برابر سي.
د کارابين ليګ د ټولو لوبو نوملړ پدې انځور کې کتلای سئ:
شپږ افغان لوبغاړي ( نور احمد، محمد نبي، راشدخان، قیس احمد ،رحمن الله ګربز او نوین الحق ) پدې ليګ کې اخيستل سويدي.
دا د کارابین لیګ اتم پړاو دی، چې ترسره کیږي او لومړی ځل دی، چې ۶ افغان لوبغاړي په دې لیګ کې اخیستل کیږي.