د سویلي افریقا ښځينه کرکټ لوبډله د انګلستان پر وړاندې لوبو چمتووالی نیسي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سپورټ یاران
د سویلي افریقا د کرکټ بورډ مشر ګرېم سمېت ویلي، چې دوی د ښځینه کرکټ لوبغاړو اوږود کېمپ د جولای په ۲۷ مه نېټه پېلوي او د اګسټ تر ۲۷ مې به په نوبتي ډول دوام وکړي.
په دې کېمپ کې به د کرونا ویروس اړوند ټولې لارښوونې په پام کې نیول کېږي او لوبغاړې به ټېسټ کېږي.
د افریقا ښځينه کرکټ لوبډله د سپټمپر میاشت کې له انګلستان ښځینه کرکټ لوبډلې سره په انګلستان کې یو ورځنۍ لوبې لري.
د کېمپ لومړۍ ورځ به د جولای ۲۷ مه وي، له دې وروسته د اګسټ له درېیمې نېټې د اګسټ تر ۱۴ مې نېټې یې دویمه دوره ده او درېیم پړاو یې د اګسټ له ۱۶ مې تر ۲۷ مې غځېږي.
د افریقا کرکټ بورډ وایي، ښځینه لوبغاړې لومړی ټېسټ شوې او د کرونا د نه لرلو په صورت کې کېمپ ته معرفي شوې او له دې وروسته به بیا هم ټېسټ کېږي.
ګرېم سمېت وایي دوی د درې لوبډلو کرکټ ته چمتووالی هم پیل کړی، دې کې یې سخت تدابیر په پام کې نیولي او د لوبو پرمهال به هم د کرونا د مخنیوي ټول تدابیر په جدي ډول مراعتوي.
د سمېت په خبره د دوی لوبډلې په شل اوریز ښځینه جام کې ښه لاسته راوړنه لرله او د ۲۰۲۱ م کال نړیوال جام لپاره هم ښې چمتو دي. ۲۴ لوبغاړې د کمپ برخه دي.
لېزل لي، ډېن وان نېکرک، مرېزېن کاپ، مېګنن ډوپریز، سون لوس، کلو ټریان، شبنم اسماعیل، اېبونګا خاکا، ماریا کلاس، ټرېشا چېټي، سنالو جفتا، لورا والوارت، ټومي سېکوکون، ناډین ډي کلېرک، نانکولولیکو اېم لابا، زېنټل مالي، رېزېبي اېن ټوزاکي، لاررا ګوډال، انیک باسک، تازمین برېټس، روبین سیرل او انډریو سټین د کېمپ شاملې لوبغاړې دي.
د سویلي افریقا ښځينه کرکټ لوبډله د انګلستان پر وړاندې لوبو چمتووالی نیسي
د سویلي افریقا د کرکټ بورډ مشر ګرېم سمېت ویلي، چې دوی د ښځینه کرکټ لوبغاړو اوږود کېمپ د جولای په ۲۷ مه نېټه پېلوي او د اګسټ تر ۲۷ مې نېټې به په نوبتي ډول دوام وکړي.
په دې کېمپ کې به د کرونا ویروس اړوند ټولې لارښوونې په پام کې نیول کېږي او لوبغاړې به ټېسټ کېږي.
د افریقا ښځينه کرکټ لوبډله د سپټمپر میاشت کې له انګلستان ښځینه کرکټ لوبډلې سره په انګلستان کې یو ورځنۍ لوبې لري.
د کېمپ لومړۍ ورځ به د جولای ۲۷ مه وي، له دې وروسته د اګسټ له درېیمې نېټې د اګسټ تر ۱۴ مې نېټې یې دویمه دوره ده او درېیم پړاو یې د اګسټ له ۱۶ مې تر ۲۷ مې غځېږي.
د افریقا کرکټ بورډ وایي، ښځینه لوبغاړې لومړی ټېسټ شوې او د کرونا د نه لرلو په صورت کې کېمپ ته معرفي شوې او له دې وروسته به بیا هم ټېسټ کېږي.
ګرېم سمېت وایي دوی د درې لوبډلو کرکټ ته چمتووالی هم پیل کړی، دې کې یې سخت تدابیر په پام کې نیولي او د لوبو پرمهال به هم د کرونا د مخنیوي ټول تدابیر په جدي ډول مراعتوي.
د سمېت په خبره د دوی لوبډلې په شل اوریز ښځینه جام کې ښه لاسته راوړنه لرله او د ۲۰۲۱ م کال نړیوال جام لپاره هم ښې چمتو دي.
۲۴ لوبغاړي د کمپ برخه دي
لېزل لي، ډېن وان نېکرک، مرېزېن کاپ، مېګنن ډوپریز، سون لوس، کلو ټریان، شبنم اسماعیل، اېبونګا خاکا، ماریا کلاس، ټرېشا چېټي، سنالو جفتا، لورا والوارت، ټومي سېکوکون، ناډین ډي کلېرک، نانکولولیکو اېم لابا، زېنټل مالي، رېزېبي اېن ټوزاکي، لاررا ګوډال، انیک باسک، تازمین برېټس، روبین سیرل او انډریو سټین د کېمپ شاملې لوبغاړې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.