په هېواد کې له باوولینګ لوبې سره د مېرمنو لېوالتیا

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمد صابر حمیدي

په افغانستان کې د باوولینګ لوبې فدراسیون دوه کلونه کېږي، چې په رسمي توګه یې فعالیت پيل کړی، چې اوس د نارینه‌وو ترڅنګ مېرمنې هم زیاتې لېواله دي، چې دا لوبه وکړي.
شمایل الکوزۍ، چې د افغان باوولینګ ملي لوبډلې لوبغاړې ده وايي، د ښځو پر وړاندې له خنډونو سره ـ سره یې زړه ښه کړی، چې دا لوبه وکړي.
شمایل الکوزۍ له طلوع نیوز سره په خبرو کې زیاته کړه، چې په نړیوالو لوبو کې د ښځینه‌وو لوبغاړو ګډون دوی دې لوبې ته زیاتې هڅولې.
یاران uncategorized 734 په هېواد کې له باوولینګ لوبې سره د مېرمنو لېوالتیا
هغې وویل:

“د باوولینګ رشته یوه په زړه‌پورې شته ده. زه ۴ کلونه کېږي، چې دا لوبه کوم او دوه کلونه کېږي چې په رسمي ډول لوبېږم او اوس مې د باوولینګ ملي لوبډلې ته هم لاره موندلې. موږ هڅه کوو په دې لوبه کې پرمختګ وکړو او د هېواد په نامه اسیایي لوبو کې ولوبېږو.”

په افغانستان کې د باوولینګ لوبې فدراسیون وايي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو علاقه دې لوبې ته زیاته شوې او دوی هم ورته په بېلابېلو برخو کې سیالۍ ترتیبوي.
د اسیا په سطحه د باوولینګ اتلولۍ لوبې په روانه جولای میاشت کې کېدې، خو د کورونا ویروس له امله د راتلونکي ۲۰۲۱م جنورۍ میاشتې ته وځنډېدې.
یاران uncategorized 735 په هېواد کې له باوولینګ لوبې سره د مېرمنو لېوالتیا
اسیایي سیالیو ته د نارینه‌وو ترڅنګ ښځینه لوبغاړو هم لاره موندلې ده.
د باولینګ فدراسیون په ۲۰۱۸ زیږدیز د هېواد المپیک ملي کمېټې په چوکاټ کې جوړ شو او له هغې مودې راهیسې ډېرې لاسته‌راوړنې لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.