د نړيوال جام او اسياکپ لغوه کېدو IPL ته زمينه برابره کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان پرېمرليګ مسولين وايي ددې ليګ په ترسره کېدو کې هيڅ شک نسته.
د هندوستان پرېمرليګ د حکومتي شورا مشر برجېش پټېل کريک انفو ته تائيد کړې چې سږکال IPL به ترسره کېږي.
پټيل ويلي چې موږ د اسياکپ او نړيوال جام په اړه د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په اړه پرېکړو ته انتظار وو،دده په خبره دواړه جامونه سږکال نه ترسره کېږي نو ځکه د هندوستان پرېمرليګ د ترسره کېدلو په اړه کوم شک ندی پاته سوی.
fb img 15952561131372826689238388662934 د نړيوال جام او اسياکپ لغوه کېدو IPL ته زمينه برابره کړه
نوموړي ويلي په هندوستان کې د کرونا وېروس مخ په زېاتېدو دی نو ځکه مو عربي امارات ددې ليګ د ترسره کولو لپاره ټاکلی دی.
دی وايي تر اوسه لا دقيق تاريخ ندی په ډاګه سوی چې کله به دا ليګ پيل سي خو د اګست د ۲۶ څخه بيا د نومبر تر ۷مې شايد دا ليګ ترسره سي،چې شپېته لوبي کېږي.
پټيل وايي دوبۍ،ابوظبۍ او شارجه لوبغالي ددې ليګ د ترسره کېدو کوربتوب کوي ،پداسې حال کې چي مينوال به يوازي لوبې د تلويزيون له لارې وګوري.
دا به دويم ځل وي چې IPL په عربي اماراتو کې ترسره کېږي،په ۲۰۱۴ز کې کله چې د هندوستان عمومي ټاکني ترسره کېدلې ددې ليګ لومړنۍ شل لوبې په دوبۍ،ابوظبي او شارجه کې ترسره سوې.