د نړیوال جام لغوه کېدل به ځینې لوبغاړي د شل اوریزو لوبو استعفا ته اړ باسي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
سپورټ یاران

د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې نړیوال جام یې لغوه کړ او ۲۰۲۱م ته وځنډول شو.
اوس د کرکټ ځینو شنونکو ویلي، چې د دې جام لغوه کېدل پنځه کرکټ لوبغاړي د شل اوریزو لوبو خوشې کولو ته اړ باسي.

شعیب ملک

شعیب ملک، چې شل کاله وړاندې یې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ویسټ انډیز خلاف پیل کړه، اوس یې عمر هم لوړ شوی او د شل اوریز جام لغوه کېدل یې د دې لامل کېږي، چې نورې لوبې پرېږدې او خپله استعفا اعلان کړي.
شعیب ملک د پاکستان لوبډله کې نسبتاَ تکړه توپوهونکی دی، چې تل یې د پاکستان لپاره رغوونکې توپوهنه کړې ده.
هغه په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې صفر یووړ؛ خو له هغې وروسته یې لوبو کې ۷ زره ۵۳۴ منډې وکړې.
نوموړي په دې برخه کې ۱۵۸ وېکټې هم ترلاسه کړي دي.
شعیب ملک ۳۷ کاله عمر لري او ښایي چې د نړیوال جام په لغوه کېدو سره په نږدې راتلونکي کې له لوبو سره مخه ښه وکړي.
په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۴۷ وېکټې اخیستي او ۳۶۳ اننګزونوکې یې ۹۸۹۲ منډې هم کړي دي.
عمران طاهر
عمران طاهر د سولي افریقا کرکټ لوبډلې مسلمان لوبغاړی دی، هغه اوس ۴۱ کلن دی.
نړیوال جام کې یې ۱۱ وېکټې واخیستې او ۹ لوبې یې وکړې.
د ۲۰۱۴ م کال نړیوال شل اوریز جام پرمهال یې په ۵ لوبوکې ۱۲ وېکټې واخېستې او ۲۰۱۶ م کې یې په ۴ لوبو کې ۶ وېکټې واخیستې.
د نړیوال جام په لغوه کېدلو سره د عمران طاهر د عمر تقاضا دا ده، چې نوموړی نور له کرکټ سره مخه ښه وکړي.

فاف ډوپلیسي

ډوپلیسي له ۲۰۱۵م څخه تر ۲۰۱۹م پورې د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر و.
هغه اوس ۳۶ کلن دی، په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۴۰۷ منډې کړي دي.
د نړیوال جام په کېنسل کېدو سره یې د استعفا مسئله راپورته کېدای شي.

کرېس ګېل

۴۰ کلن ویسټ انډیزی غوره کرکټ لوبغاړی کرېس ګېل د خپل هېواد لپاره له لاسته راوړنو ډک کرکټ کړی او هم یې د کرکټ نړۍ ته په خپلو هسکو شپږیزو ښکلا وربښلې ده.
هغه له دې وړاندې دېته انتظار و، چې شل اوریزجام ولوبوي او بیا استعفا وکړ؛ خو دا چې نړیوال جام لغوه شو؛ نو اوس یې د استعفا وخت بیخي نږدې شوی.
په ټولو شل اوریزو لوبو کې یې چې سوداګریز لیګونه هم پکې شامل دي،  ۱۳ زره منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۱۷۵ ناسوځېدلې لوړې منډې دي، البته دا منډې یې په آی پي اېل سیالیو کې کړې وې.

ایم ایس ډوني

د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۰۶م کې د هندوستان لپاره وکړ، ۲۰۰۷ م کال کې یې په خپله لوبډلمشرۍ کې لومړی پړاو شل اوریز جام چې افریقا کې ترسره شو وګاټه.
ده په شل اوریزو لوبو او آې پي اېل کې شاوخوا ۱۷ زره منډې کړي دي.
نوموړی اوس ۳۹ کلن دی او د نړیوال جام لغوه کېدل به یې استعفا کولو ته اړ کړي.
1.JPG
2.JPG3.JPG4.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.