لیکنه: سمیع الله درانی
د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، چې د نړیوال جام له لغوه کېدلو سره آی پي اېل ترسره کېدل لا یقیني شول او روان کال کې به کابو دوې میاشتې وروسته ترسره شي.
د دوشنبې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۰م نړیوال شل اوریز جام یې لغوه کړ.
تمه وه چې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه اسټرالیا کې نړیوال شل اوریزجام د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله لوبې خرابې شوې او د کرکټ نړیواله شورا هم له مالي ستونزو سره مخ شوه.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې اووم پړاو نړیوال شل اوریز جام ۲۰۲۱ او یا هم ۲۰۲۲ م کال کې ترسره شي او بیا به مهالوېش ورته وټاکي.
د آی پي اېل ترسره کېدل او هېوادونو ته یې ارزښت
د نړۍ په کچه هندوستان کې کرکټ زیات ترسره کېږي او د یو مذهب په ډول کرکټ ته هم کتل کېږي.
د هندوستان نفوس تر چین څخه وروسته ډېر زیات دی او د دغه نفوس کابو ۴۰ سلنه خلک یې کرکټ کوي او مینه ورسره لري.
په همدغه ډول د هندوستان کرکټ بورډ هم د کرکټ په مالي ملاتړ کې ډېر دخیل دی او د کرکټ نړیوالې شورا په زیاتره پرېکړو کې د هندوستان خوښې ته کتل کېږي.
د آی پي اېل له لارې د کرکټ نړیوالې شورا ډېری کارکوونکو ته هم ګټه رسېږي او د دندو ګومارلو په صورت کې د آی پي اېل د لوبډلو له مالکانو پېسې اخلي.
د هندوستان کرکټ بورډ د خپلو کلنیو لوبو مهالوېش په خاطر د کرکټ نړیولې شورا ته په یواځې ځان ۲۶ سلنه پیسې ورکوي، چې له ۴ سوه میلیونه ډالرو څخه اوړي.
نو سږ کال له لومړي سره د هندوستان د کرکټ بورډ د کنټرول ادارې مشر سورف ګنګولي دا ویل، چې نړیوال جام نشي ترسره کېدای، اسیا جام نشي ترسره کېدای او د آی پي اېل لپاره دروازه پرایستل کېږي چې ترسره شي.
بالاخره همداسې وشول دواړه جامونه ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شول؛ خو د آی پي اېل لپاره د سپټمبر ۲۶ مه وټاکل شوه، چې عربي متحده اماراتو کې به ترسره شي.
که څه هم د لوبغاړو لپاره نړیوال جام هم ارزښت لري، اسیا جام یې هم لري؛ خو آی پي اېل بیا په پراخه کچه د لوبغاړو لپاره ډېر ارزښت لري. ځکه ډېرې پسې اخلي او لوړ سهولتونه ورته موجود وي.
سږنی آی پي اېل او د افغان لوبغاړو بوختیا
افغان لوبغاړي د کال وروستیو میاشتو کې خورا بوخت وخت په مخکې لري.
۵۷ ورځې وروسته د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ شپږیزه پېلېږي او دا یې اووم پړاو دی.
دې لیګ کې افغان لوبغاړي شاوخوا ۱۲ ورځې لوبېږي او د سپټمبر په ۲۵ مه نېټه پای ته رسېږي، له دې لیګ چې لوبغاړي څنګه وزګار شي، نو محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب الرحمن مخ په دوبۍ ځي او په ۲۶ مه نېټه آی پي اېل ته رسما داخلېږي.
خو له دې دواړو لیګونو مخکې شپږ افغان لوبغاړي ۲۷ ورځې وروسته سي پي اېل یا کاربیئن سوداګریز کرکټ لیګ ته ځي.
محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، نوین الحق، رحمان الله ګربز، قېس احمد او نورمحمد لکڼوال سي پي اېل ته ځي او د ویسټ انډیز د سفر موزې په پښو کوي.
د کال په وروستیو کې افغان لوبغاړي د اسټرالیا سوداګریزو لوبو ته ځي او هلته به څلورو لوبډلو کې پنځه افغان لوبغاړي ولوبېږي.
همداسې د بنګله دېش لیګ، لس اوریز لیګ او نور هم د افغان لوبغاړو لارې څاري.