د اسیا جام لغوه کېدل او پر افغان لوبډله یې اغېز

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: سمیع الله درانی

د اسیا کرکټ جام مسوولینو د جولای په ۹ مه نېټه اعلان وکړ، چې ۲۰۲۰م کې د اسیا شل اوریز کرکټ جام نه شي ترسره کولای او د ۲۰۲۱م په جون میاشت کې به ترسره شي.
د دغه جام په اړه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د ۲۰۲۰م نړیوال شل اوریز جام هم لغوه شو او د آې پي ایل سیالیو لپاره د ترسراوي وېنډو پرانیستل شوه.
د هندوستان کرکټ بورډ هم وار له مخه اعلان وکړ، چې سږ کال اسیا جام نشي ترسره کېدلای. بالاخره جام لغوه شو.
اوس د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان مانی وایي، چې د اسیا جام لغوه کېدل د مخ پر ودې کرکټ لوبډلو باندې منفي اغېز کوي او دوی له پرمختګ څخه پاتې کوي.
د هغه په خبره د لوبو په کولو سره لوبغاړو او کرکټ بورډ ته ډېرې پیسې او مالي ملاتړ په لاس ورځي او که لوبې نه وي؛ نو بیا پېسې نه وي او دا چاره د کرکټ بورډونو مالي برخه له ستونزو سره مخ کوي او کرکټ هم ګواښي.
له دې وړاندې د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر لطف الله ستانکزي هم ویلي، چې کرونا ناروغۍ په کرکټ بورډ اغېز کړی او دوی هیله لري، چې راتلونکي کال کې له کرکټ نړیوالې شورا او اسیا کرکټ شورا څخه ښه مالي ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو لوبې ښې شي او کرکټ وغوړېږي.
رښتیا هم لوبې په ښه اقتصاد سره کېږي او ښه اقتصاد نه وي؛ بیا نو د نورو چارو سربېره لوبې هم له ګواښ سره مخ کېږي او دا چاره د لوبغاړو روان ته زیان رسوي.
د کرېک بز وېب پاڼه لیکي، د هندوستان، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا کرکټ بورډونو د اسیا جامونو څخه ۲ میلیونه امریکایي ډالر ترلاسه کړي وو او افغانستان ته دې برخه کې لاسرسی ستونزمن و.
افغان کرکټ بورډ له یوې خوا د الکوزي شرکت د مالي ملاتړ څخه بې برخې شوی، چې هره برخه کې یې لوبډله ښه سپانسر کوله؛ دې کمپنۍ له افغان کرکټ بورډ سره خپل تړون لغوه کړ او افغان کرکټ بورډ مالي برخه کې له ستونزو سره مخ شو.
د هندوستان د ټایکا شرکت قرارداد هم پای ته رسېدلی دی او د دې سربېره د کرونا ویروس لا افغانستان ته ستونزې جوړې کړې. د نړیوال جام او اسیا جام لغوه کېدلو افغان کرکټ بورډ مالي برخه کې لا ټپي کړ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.