افغان لوبډله او تر نړیوال جامه یې برخلیک

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

یاران سپورټس
افغان لوبډله، چې له ۲۰۰۹م څخه راپدېخوا ښه ځلېدلې وه او تر ۲۰۱۹م پورې یې غوره مزل وکړ، خو د ۲۰۱۹ م وروستۍ میاشتې او د ۲۰۲۰م کال لومړۍ میاشتې یې برخلیک ځوړند شو او لوبډلې شاتګ کړی دی.

۲۰۲۰ افغان لوبډلې ته موقعې او خطرات

۲۰۲۰ کې کرکټ د کرونا ویروس له امله وځنډېد او دې ځنډ د کرکټ نړیوالې شورا سربېره ځېنو کرکټ لوبډلو ته هم زیان ورساوه.
افغان لوبډله پرته له دې چې لوبې وکړي او وې یې بایلي، د کرکټ نړیوالې شورا په درجه‌بندۍ کې وروسته کړل شوه.
افغان کرکټ ملي لوبډله ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ م کلونو کې لا سخت مزل په مخ کې لري.
ځکه چې پخوا افغان لوبډله له دویمه درجه لوبډلو سره لوبېدله او اوس د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه له سترو لوبډلو سره لوبېږي.
له دې وروسته به افغان لوبډله له ایرلېنډ، سکاټلېنډ، عربي متحده اماراتو، زِمبابوې، هانکانګ او نور کوچنیو لوبډلو سره نه لوبېږي؛ بلکې له اسټرالیا، نیوزیلېنډ، پاکستان، سویلي افریقا، هندوستان او نورو لوبډلو سره لوبېږي.
که د دغو لوبډلو پر وړاندې افغان لوبډله ښه ولوبېږي، نو په شل اوریزو لوبو کې له ځینو لوبډلو سره ښه فایټ یا مقابله کولای شي.
د افغان لوبډلې د مقابلې لپاره مناسبې لوبډلې بنګله دېش، پاکستان، سریلانکا کېدای شي او که په نړیوال کرکټ کې دا لوبډلې ماتې کړي افغان لوبډلې پکې لا مخته تللی شي؛ خو که افغان لوبډله راتلونکي کې دا لوبډلې ماتې نه کړای شي؛ نو بیا د انګلستان، هندوستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ او سویلي افریقا ماتول ستونزمن دي.
دا چاره بیا په افغان لوبډله منفي اغېز پرېباسلی شي.
په درجه بندۍ کې وروسته کېدای شي او د کرکټ نړیوالې شورا یې کېریئر یا دنده یو څه کمزورې کېږي.
نو د پرمختګ لپاره د افغان کرکټ بورډ ته پکار دي، چې سر له اوسه پلان جوړکړي، وړ لوبغاړي ښه وروزي او ښه سکواډ یا نوملړ د درې واړو فارمټونو لپاره جوړ کړي.
ټېسټ لپاره هغه لوبغاړي راواخلي، چې پراخه حوصله او پوره تخنیک څخه برخمن وي، لکه حشمت الله شهیدي، نورعلي ځدران، رحمت شاه زرمتی، اصغرافغان، ابراهیم ځدران، یمین احمدزی، وفادار مومند، مجیب الرحمن او ځینې نور لوبغاړي باید واخیستل شي.
د شل اوریزو لوبو لپاره باید تېز لوبغاړي انتخاب شي او د یو ورځنیو لوبو لپاره مناسب او میانه روه لوبغاړي وګومارل شي؛ نو بیا به افغان لوبډله یو څه مقابله وکولای شي.