یو څوک باید ولرې (د لړۍ تحلیل و تاثر)؛ زموږ ژوند او پیغام

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: سعید خان صایم
څو میاشتي کېږي په یاران وېب پاڼه کې داغلې مهر تاج د لیکنو یوه نوې لړۍ پیل شوې ده. دا لړۍ چې عنوان یې دی (یو څوک باید ولرې) د ډیریو پیغلو او ځوانانو د خوښې وړ ګرځېدلي.
ما دا ټولې لیکنې له لومړۍ برخې تر اوسه له کمنټونو او د هېوادوالو له نظریاتو سره لوستي، غواړم دلته یې په لنډو کې له خپل لیدلوري تحلیل کړم.
دا لیکني د یوې افغاني پېغلې د ښکلو تخیلاتو انعکاس دی چې د ژوند او خوشحالۍ په اړه یې لري.
زموږ په نرواکه ټولنه کې چې تل د ښځو غږ ټکول شوی فکر او احساس یې هم په زور او جبر سره محدود کړل شوی دی. اکثریت نجونې د ګډ ژوند له پیل وروسته نه پوهېږي چې څه وکړي او څنګه خپل احساس ښکاره کړي، له بله اړخه ځوانان هم نشي کولی د مقابل لوري احساس او غوښتني درک کړي.
دلته هیچا (اکثریت) خپلې لور او خور ته د احساس د ښکاره کولو اجازه نه ده ورکړې، حتا د نورو د خويندو او لوڼو په اړوند یې هم احمقانه غیرت را پارېږي او دا ورته شرم ښکاري چې د دوی هېوادواله نجلۍ دې د احساس او نازکو خیالونو په اړه څه ولیکي. زموږ د دې ډول چلند نمونه د اغلي مهر تاج د لیکنو په کامنټونو کې واضح ښکاري.
په داسې ټولنه کې چې د نجونو او ښځو خیال او احساس په کلونو کلونو ټکول کېږي بالاخره نجونې د خپلې بقا لپاره د تل لپاره دا هر څه هېروي او بیا کله چې په ګډ ژوند کې قدم ږدي، اصلا نشي کولی په سمه توګه د خپل احساس ښکاره کړي.
د اغلي مهر تاج لیکنې یوازې انتزاعي خیالات نه دي
اکثریت ځوانان یې فقط د دې لپاره لولي چې د یوې شیبې لپاره له واقعي نړۍ وتښتي او د خیال غیږې ته پناه یوسي، خو زه یې د هنري تندي د ماتولو تر څنګ د دې لپاره لولم چې پوه شم زما د مینې لپاره څه لري، زه له دې لیکنو کومې نقطې اخیستلی شم؟ کومې رومانتیکي نظریې دې لیکنو په لوستلو زما ذهن ته راتللی شي، نجونې او مېرمنې څه غواړي؟
ممکن پوښتنه مو ذهن ته راشي چې زما غوندي یو کس چې انګلیسي، فارسي، عربي او اوردو ژبو کې په یو کلیک ویبسایټونه پلټلی شي، ولې د یوې تازه کاره افغانې لیکنې ولولي؟
ځکه چې دا د یوې افغانې پېغلې د خیالاتو زیږنده دي هغه او زما مینه په یو ډول کورني جوړښت کې په یوه هېواد کې دنیا ته راغلي، په یو ډول ټولنه کې یې ژوند کړی او په یو ډول شرایطو کې یې پوهنتون ویلی او اوس هم په یو ډول کاري محیط کې کار کوي، نو دا چې په سلوک او شخصیت جوړولو کې چاپېریال یو اساسي عامل دی نو طبعي ده چې د اغلې تاج خیالات او احساسات به زما د مینې احساساتو ته ډېر ورته وي.
شاید زما مینه خپلې غوښتنې په دومره ظرافت او فصاحت سره بیان نشي کړلی، شاید وخت ونه لري یا جرات ونه لري یا شاید دا هرڅه ولري، خو زه باید د یو بامسوولیته عاشق په حیث مخکې له دې چې هغه ووایي په زړه او غوښتنو یی پوه شم او له وخته هغه کار وکړم چې زما مینه یې غواړي، ځکه خو ماته دا لیکنې د یوې امریکایي سایکاټریسټي او یوې فرانسوۍ شاعرې تر لیکنو لمړیتوب لري. او مخکې تر دې چې بهرني وېبسایټونه وګورم د اغلې مهر فیسبوک ګورم.
دا لیکنې یوازې د ځوانانو لپاره نه، بلکې د نجونو لپاره هم ډېر څه لري، ځکه دا هم د نجونو او هم د هلکانو لپاره لیکل شوي دي.
زه مې د دې لړۍ هره برخه زما مینې ته لیږم.
که څه هم زما مینه په ښو شرایطو کې را ستره شوي او د ښایسته ذوق تر څنګ یو جوړ او سالم شخصیت لري، ولې فکر کوم کاري او درسي بوختیاوو ډېر وخت نه دی ورکړی چې د ژوند په اړه ژور فکر وکړي، خیال پردازي وکړي او یو ښه ژوند تصور کړي.
زه په دې باوري یم چې د نجونو د تخیل قوه په ټوله کې تر هلکانو زیاته ده، نو بنآ د دې لیکنو په لوستلو زما مینه تر ما د ګډ ژوند په اړه ښه خیال پردازي کولی شي، ښې او عاشقانه نظریې پنځولی شي چې بیا وروسته یی موږ د یو بل په مرسته په واقعیت بدلولی شو.
دا لیکنې د ژورو ښوونیزو پیغامونو تر څنګ خورا لوړ هنري او ادبي ارزښت هم لري، له اغلي تاج څخه مو غوښتنه ده چې دې لیکنو ته ډېر پام وکړي او ډېر وخت ورکړي، له نورو پیغلو او ځوانانو څخه مې هم هیله ده چې د ښه ژوند کولو په اړه چې یی هر ډول ښه خیالات او غوره نظریات ذهن ته راځي له دوستانو سره دې شریک کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.