ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي درې ټیسټ لوبي د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي.
یادو سیالیو ته د ویسټ انډیز دریو تکړه لوبغاړو ډیرن براوو، شیمرون هیټمایر او کیمو پاول انګلستان ته له تګه ډډه کړې.
د راپورونو له مخي دوی د کرونا ویروس څخه د ویري له امله انګلستان ته له تللو ډډه کړې.
ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.
ویسټ انډيز یادو دریو ټیسټ لوبو ته خپله ۱۴ کسیزه لوبډله پرون اعلان کړه.
د ویسټ انډیز اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده:
جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف او کېمر روچ.
د دې ترڅنګ ویسټ انډیز ۱۱ احتیاطي لوبغاړي هم اعلان کړي، چي په دې ډول دي:
سونیل امبریس، جوشا ډا سلوا، شېنون ګبریل، کیون هیرډینګ، کیل مایرز، پریسټون مکسوین، مارکیون مینډلي، شین موسیلي، انډرس پيلیپ، اوشین توماس او جومیل واریسن.
د ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ یادي درې ټیسټ لوبي د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کي د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي.
د ویسټ انډیز هیواد د کرکیټ بورډ اجراییه مشر جوني ګریو له دې مخکي له رسنیو سره په خبرو کي ویلي وه، چي لوبډله به یې د رواني جون میاشتي په ۹مه نېټه انګلستان ته سفر وکړي او له تګ مخکي به د کرونا ټیسټ هم ورکوي.
د جوني ګریو په خبره، چي ویسټ انډیز ټیم به درې اونۍ د انګلستان هیواد په یوه ځانګړي ځای کي کرنتین وي او د کرنتین ترڅنګ به راتلونکو ټیسټ سیالیو ته د چمتوالي په موخه تمرینونه هم ترسره کوي.
دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي.