دولت ځدران کرکیټ بورډ ته: ما څه ګناه کړې؟ زما حق راکړئ!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه تیز توپ اچونکي دولت ځدران تازه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه پر افغان کرکیټ بورډ توندي نیوکي کړې او وايي، چي د بورډ مشران ورسره د مور او میرې چلند کوي.
هغه پر خپلي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي روغ او جوړ یم او سیالیو ته هم چمتو یم، خو د کرکیټ بورډ مسئولین د نړیوال جام راوروسته په هیڅ لوبو کي د لوبېدو چانس نه راکوي.

ښاغلي ځدراڼ د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه تورنه کړې چې د یو شمېر کړیو او میافیايي ډلو په خوښه ورته په ټیم کې د لوبېدو چانس نه ‌ورکوي.

هغه لیکلي(( سلېکشن کمېټې ماسره زیاتی پیل کړی دی، یو شمېر کړیو او مافیا ډلې په خوښه زه په ټیم کې نه لوبېږم، زه د چټکو توپ اچوونکو په قطار کې تر ټولو لومړی یم چې سل ویکټې مې ترلاسه کړي دي، خو نن مجبور شوم، زړه مې درد کوي، کریکټ مو ورځ تر بلې خرابیږي،مشران مو په کریکټ نه پوهیږي، هغه څه کوي چې بل لور نه ورته ویل کېږي زه نن د خپل ځان او ځوانانو حق غواړم.
زه د بورډ د سلېکشن کمېټې له لوري ورځ تر بلې په تمه کېږم، زمونږ د سلېکشن کمېټې مشر د بل هېواد دی، هغه کرکټ بورډ ته مونږ ته په زاریو راځي، نو څنګه به ښه انتخاب وکړي)).
https://www.facebook.com/DawlatZadranFanpage/photos/a.631659956854168/2957768720909935/?type=3&eid=ARAMGtbQMg3r_v5nJlCysr3gYQVlnlVVl6vbj4iNFIluvOeNJauWIjeAFkOGmYbXoYnVyVzT33N7RudH&__xts__%5B0%5D=68.ARCcBTd1QiLXb3QaEd5GkgBvJcT4aFkNw3y4dcGLztOi5K0zei9BFWMgS7J5ResbDI-1uwGWd7sgAcSUoBsYhoaDCYFCx93oThxQk-hoSjRJ-66qUKtwTEqdtttQPgCObnHeeTrOjLOMk0nRJ32O9xcG7jTwctbYtmp8o-apZVPqIkpLevTmCDBIn9cpkoR8mFoISH584uW-qsC4za3Ruwa4FeIUWJTizhVRytlnjLGc3ZQD5Sv-jjEPXBbNnumfTfpIM9_6Dbj6ikBtkoe-e5KVMKGj–Mg8IT7zLMFscSD9fnjUVDSjQ0tV76LnkwayzPXETq1dk48aTqgXb9dzNWBkg&__tn__=EEHH-R

هغه په کرکیټ بورډ کي د غوراوي کمېټې پر مشر انډي مولز هم نیوکي وکړې، چي د بل هیواد دئ او هغه به د افغانستان په کرکیټ څه وپوهیږي.
خو د افغانستان کرکټ له رسنیو سره بورډ وايي چې د لوبغاړو انتخاب د دوی لاسته راوړنو او فټنس ته په کتو د غوراوي د کمېټې دنده چې د بېلابېلو سیالیو لپاره لوبغاړي وټاکي.
 
 
 
 
 
 
دولت ځدراڼ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی دی چې له تېرو نږدې اووه میاشتو راهیسې د لوبډلې برخه نه‌دی.
نوموړی ۳۱ کاله عمر لري، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې د کاناډا په وړاندې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه.
ده تر دې دمه په ۸۲ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۱۵ او دغه‌شان په ۳۴ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې ۴۰ وېکټې اخیستې دي.
دولت ځدراڼ داسې مهال د کرکټ بورډ مشران او غوراوي کمېټه په بې‌عدالتۍ تورنه کړې چې افغان لوبډله اوس‌مهال په هندوستان کې ده او ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې د درېیو شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل کړي.