ټاکل سوې سبا یکشنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې افغان کرکیټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله د ۵م مقام ګټلو لپاره د آسټرالیا ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي د لوبي ډګر ته کښته سي.
دا لوبه د سویلي افریقا په پوچیسټروم ښار کي ترسره کیږي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د سبانۍ لوبي ګټونکی ټیم به یو ځلي بیا د پنځم مقام ګټلو لپاره د ویسټ انډیز سره او بایلونکې لوبډله بیا د اووم مقام لپاره د سویلي افریقا سره لوبیږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکیټ ملي لوبډلي پرون جمعه د پاکستان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي د کوآټر پاینل وروستۍ لوبه ترسره کړه، چي د پاکستان څخه ئې په ۶ ویکیټو ماته وخوړه.
د یادي ماتي له امله افغان لوبډله له مخکي تګ څخه پاته سوه او اوس سبا یکشنبه د آسټرالیا لوبډلي سره د پنځم مقام لپاره لوبیږي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام نیمه پایلوبي ته پاکستان، هندوستان، نیوزیلینډ او بنګله دېش کرکیټ ملي لوبډلو لاره پیداکړې.
لومړۍ نیمه پایلوبه راتلونکې سې شنبه پاکستان او هند ترسره کوي، خو دوهمه نیمه پایلوبه بیا راتلونکې پنجشنبه بنګله دېش او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلي ترسره کوي.
د کرکیټ نړیوال جام د ۱۶ هیوادونو ترمنځ د تیري جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د سویلي افریقا په کوربتوب پيل سوی او د رواني فیبروري میاشتي په ۹همه نېټه د یوې اتلي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته رسیږي.