دا چې د جنوري په ۱۷مه د نولس کلنو نړیوال جام په سویلي افریقا کې پیل شوی، نو تر دې دمه یې ۱۷ لوبې شوې دي، چې ټولټال پکې ۱۶ لوبډلې ګډونوالې دي.
دا چې په هره لوبډله کې باید پنځه بالران توپ اچونه وکړي، نو هره لوبډله لږ تر لږه ۵ بالران لري.
که محاسبه وشي له افغان لوبډلې پرته ۱۵ نورې لوبډلې شته، چې هره لوبډله پیاوړي توپ اچوونکي لري او د دغو توپ اچوونکو شمېر ۷۵ ته رسېږي.
د دې ټولو بالرانو په سر کې د زیاتو وېکټو اخېستلو په برخه کې بیا افغان لېګ برېک بالر شفیق الله غفاري لومړی دی.
هغه په دوو لوبو کې ۱۱ وېکټې اخيستي او تر دې دمه د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام په لړکې د نوملړ په سر کې ځای لري.
هغه د جنوري په ۱۷مه د جمعې په ورځ له کوربه سویلي افریقا نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې د نړۍ په کچه یوه غوره توپ اچونه وکړه او نوم یې د غوره بالېنګ په څېرو کې ثبت کړ.
هغه په ۹ اعشاریه یو اورونو کې د جنوري په ۱۷مه ۶ وېکټې واخیستې، ۱۵ منډې یې ورکړې، چې یوازې یې ۴ پکې بولډ اوټونه وکړل.
د چهارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲مه یې د عربي متحده اماراتو نولس کرکټ لوبډلې خلاف د دویم ځل لپاره غوره توپ اچونه وکړه؛ هغه په ۸ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخیستې.
افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې خپله دویمه پنځوس اوریزه لوبه په ۱۶۰ منډو وګټله، چې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه د دویم ځل لپاره شفیق الله غفاري واخیسته.
اوسمهال شفیق الله غفاري د نړۍ د ۷۵ بالرانو څخه په وېکټو اخیستلو کې مخکې دی او د یوولس وېکټو په اخیستلو سره یې د جدول سر نیولی دی.
که غفاري په راروانو لوبو کې ښه مخته ولاړ شي، نو خامخا به د ټول ټورنمنټ د غوره بالر جایزه ترلاسه کړي.
د غفاري لپاره زرین چانس
کله چې راشدخان په ۲۰۱۷م کې افغان لوبډلې او سوداګریزو کرکټ لیګونو کې د لوبېدو پرمهال ښه وځلېد، ټولو دا سوچ کاوه، که راشدخان زوړ شي او له کرکټ څخه تقاعد شي، بیا به د ده ځای څوک ډکوي، خو اوس د غفاري په خورا ښه ځلېدلو سره اندېښنه پای ته ورسېده.
خلک اوس دا فکر کوي، چې افغانستان ښه لوبغاړي لري، خو باید وخت ورکړل شي.
نو افغانستان د کرکټ په برخه کې ښې وړتیاوې لري، ځوانې هستۍ شته، خو د وخت ورکولو خلک بیا ډېر کم دي، چې دغو هستیو ته وخت ورکړي، چې افغانستان ته ویاړونه ور په برخه کړي.