بېګ باش لیګ کې څلور افغانان د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۹ مه نېټه څلور افغان لوبغاړي د اسټرالیا په سوداګریزو کرکټ لوبو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
لومړۍ لوبه چې سهار ۸ بجې او ۱۵ دقیقې پېلېږي، پکې قېس احمد او راشدخان د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
دوی دواړه د کم عمر لوبغاړي دي او دواړه لېګ برېک بالران دي.
دا د بېګ باش کرکټ لیګ ۴۳ مه لوبه ده، چې قېس احمد او راشدخان پکې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، ګورو چې د کوم افغان لوبغاړي اړوند لوبډله بریالۍ کېږي.

قېس احمد د ننګرهار د کامې ولسوالۍ او راشدخان بیا د ننګرهار د شینوارو اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د نومرو په جدول کې بیا د راشدخان دې اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز درېیم ده او د قېس احمد دې اړوند هوبرټ هرېکېنز لوبډله د نومرو په جدول کې اووم ده.
د بېګ باش لیګ ۴۴ مه لوبه کې بیا مجیب الرحمن د محمد نبي عیسی خېل پر وړاندې لوبه لري.

د بېګ باش کرکټ لیګ ۴۴ مه لوبه د برېسبېن هیټ او مېلبورن رېنېګېډز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
برسبېن هیټ لوبډله کې مجیب الرحمن او ظاهرخان پکتین اخېستل شوي دي او ډېر امکان شته چې مجیب ولوبېږي.
مجیب الرحمن د خوست ولایت اوسېدونکی دی او محمدنبي عیسی خېل بیا د لوګر ولایت هستوګن دی.
دواړه اف برېک بالران دي، خو محمدنبي عیسی خېل بیا توپ وهنه کې هم مهارت لري.
نو د یکشنبې ورځې لوبو کې دوه د ننګرهار لوبغاړي د یو بل پر وړاندې لوبېږي او دوه د جنوب ختیځو ولایتونو لوبغاړي د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
ګورو چې مجیب الرحمن بریالی کېږي او که محمد نبي عیسی خېل.
د بېګ باش لوبو د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون د پنځه افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شوی او د فبروري په ۸ مه نېټه پای ته رسېږي.
تېر کال د دې لوبو اتلولي د مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې برېسبېن هیټ ګټلې وه.