د مېریلیبن کرکټ کلب چې د کرکټ برخه کې ډېر دخیل دی، وخت نا وخت د لوبو د تنظیم او لوبو ترسره کولو سربېره کرکټ برخه کې هم نظریات ورکوي.
دغه کرکټ کلب د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۱۴ مه نېټه یوه غونډه کې ویلي، چې ټېسټ کرکټ باید له پنځه ورځو لا اوږود شي او فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ لوبې باید پنځه ورځو ته وغځېږي.
مېرېلېبن کرکټ کلب او د نړۍ کرکټ کمېټه هم په دې اړه غږیدلي دي.
نوموړي کلب ویلي چې ۲۰۲۳ م کال کې باید د نړۍ د ټېسټ لوبو قهرمانۍ سیالیو کې د هرو دوو لوبډلو ټېسټ لوبې له پنځه ورځو زیاتې وغځېږي.
د مېرېلېبن کرکټ کلب له کرکټ نړیوالې شورا هیله کړې، چې فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ لوبې باید پنځه ورځو ته وغځېږي او پنځه ورځنۍ لوبې لا زیاتې اوږدې شي.
۲۰۲۳ م کال کې ګورو چې ایا د مېرېلېبن کرکټ کلب غوښتنه منل کېږي او کنه؟
د مېرېلېبن کرکټ غوښتنه ښایي دغو غبرګونونو سره مخ شي!
له دې وړاندې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو خلکو انتقاد کاوه، د کرکټ ډېری مینوالو او د کرکټ نړیوالې شورا ویلي وو، چې اوس وخت کې خلک ډېر بوخت ژوند لري؛ نو د اوږدو لوبو لیدلو ته زړه نه ښه کوي، بلکې لنډې او هغه لوبې غواړي چې ژر ترسره کېږي او ژر یې پایلې په ډاګه کېږي.
د همدې لپاره د کرکټ نړیوالې شورا، چې خلک او مینوال له کرکټ سره وساتي؛ نو لس اوریز کرکټ لیګ ته یې اجازه ورکړه.
د دې سربېره انګلستان د ۲۰۲۰ م کال په اوږدو کې د سل توپونو لیګ رامنځته کوي، چې ښایي راتلونکي کې د شل اوریزو لوبو ځای ونیسي.
دا چې د کرکټ نړیواله شورا غواړي، چې د خلکو قیمتي وخت ته توجه وکړي؛ نو برعکس بیا مېرېلېبن کرکټ کلب د لوبو اوږدېدل غواړي؛ چې ښایي دغه غوښتنه یې ونه منل شي.