اې بي ډیویلیرس بېرته ملي لوبډلې سره یوځای کېږي؟!

سپینه تجريدي ډیزاین

ای بي ډیویلیرس غواړي چې ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام کې له افریقایي لوبډلې سره بېرته یوځای شي او نړیوال جام کې له افریقایي لوبډلې سره ولوبېږي.
ای بي ډیویلیرس وایي « ما د سویلي افریقا له روزونکي مارک بچر سره خبرې وکړې، ګرېم سمېت او لوبډلمشر فاف ډوپلیسي سره وغږېدم، چې نړیوال جام کې به د افریقا په نماینده ګۍ ولوبېږم».
ای بي ډیویلیرس ۲۰۱۸ م کال کې د افریقایي لوبډلې لپاره استعفا وکړه، هغه له همغه وخته تر اوسه د افریقا لپاره ملي او نړیوالو لوبو کې نه دی لوبېدلی.
ډیویلیرس اوس یواځې په سوداګریزونو کرکټ لیګونو کې لوبېږي او د لومړي ځل لپاره د اسټرالیا د بېګ باش کرکټ لیګ په نهم پړاو کې له برېسبېن هیټ لوبډلې سره لوبېږي.
دغه کرکټر د سه شنبې په ورځ د بېګ باش لیګ په ۳۶ مه لوبه کې د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې ولوبېده.
هغه په ۳۶ توپونو ۴۰ منډې وکړې.
په همدې لوبه کې مجیب الرحمن د اډیلایډ سټرایکرز پر وړاندې په درې نیم ایکانومي توپ اچونه هم وکړه.
مجیب په څلورو اورونوکې ۱۴ منډې ورکړې؛ خو د وېکټې په اخېستلو بریالی نشو.
بل پلو په ۳۶ مه لوبه کې راشدخان په ۴ اورونوکې ۳۰ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
ډیویلیرس د کرکټ په نړۍ کې دوه ستر لقبونه لري، چې ځېنې خلک یې د کرکټ پېری بولي او په رسمي ډول په مسټر ۳۶۰ مشهور دی.
۳۶۰ ځکه ورته وایي چې د لوبغالي هرې خواته شاټ وهلی شي.
۲۰۱۸ م کال کې هم ډیویلیرس له سویلي افریقا کرکټ غوښتنه کړې وه، چې نړیوال پنځوس جام کې ولوبېږي؛ خو افریقایي کرکټ بورډ یې په اړه څه نه وو ویلي.
۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د افریقایي لوبډلې کارکرده ګي په زړه پورې نه وه او لومړي پړاو کې د زیاتو لوبو بایللو له امله له نړیوال جام څخه بهر شوه.
د ای بي ډیویلیرس کرکټ

ډیویلیرس اوسمهال ۳۵ کاله عمر لري او ۲۰۰۴ م کال کې یې د افریقا لپاره لوبې پیل کړې.
نوموړي تر ۲۰۱۸ م کال پورې د سویلي افریقا لپاره کرکټ وکړ، چې ټول یې ۱۴ کاله کرکټ کړی دی.
۱۱۴ ټېسټ لوبو کې یې ۸ زره ۷۶۵ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۲۷۸ دي.
۲۲ سلیزې، ۲ ډبل سلیزې او ۵۰ یې پنځوسیزې وهلي دي.
۲۲۸ یې یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۹۵۷۷ منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۱۷۶ دي.
ډیویلیرس ۲۰۱۵ م کال کې یو ورځنیو لوبو سیریزکې په ۳۱ توپونو چټکه سلیزه ووهله، دغه سلیزه یې د ویسټ انډیز خلاف ووهله.
یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۵ سلیزې او ۵۳ یې نیمه سلیزې وهلي دي.
۷۸ یې شل اوریزې لوبې کړي دي، ۱۶۷۲ منډې یې پکې کړي دي، یوه لوبه کې یې ۷۹ لوړې منډي دي او لس یې نیمه سلیزې جوړې کړي دي.
آې پي ایل کې یې ۱۵۴ لوبې کړي دي ۴۳۹۵ منډې یې پکې کړي، ۳ یې سلیزې او ۳۳ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي.