محمدنبي عیسی خېل د افغانستان لپاره د خپل عمر په ۲۵ کلنۍ کې کرکټ پیل کړ، ده د افغانستان لپاره لس کاله کرکټ کړی او لا په لوبو بوخت دی.
نبي عیسی په ۱۹۸۵ م کال کې د جنوري په لومړۍ نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کې زېږېدلی او د ۲۰۲۰ م کال د جنوري په لومړۍ نېټه ۳۵ کلن شو.
د محمدنبي لس کلن کرکټ او د کرکټ په نړۍ کې یې راج
محمدنبي عیسی خېل اوس د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو لومړی نمبر توپ وهونکی دی، هغه ۹۳۹ نومرې لري او د جدول په سر کې یې ځای نیولی دی.
نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې دوه یم نمبر الراونډر دی، دی انګلستاني بېن سټوکس پسې د نړۍ په کچه په یو ورځنیو لوبو کې دوه یم نمبر کرکټ ټولچاری دی.
نبي تر بېن سټوکس یواځې ۱۲ نومرې وروسته دی.
د دې سربېره هغه لومړی افغان لوبغاړی و، چې له راشدخان سره د آې پي ایل سیالیو په لسم پړاو کې د حېدراباد لوبډلې له خوا واخېستل شو.
نوموړی هغه لوبغاړی دی، چې د نړۍ په مشهورو لیګونو کې لوبېږي او په دغو لوبو کې یو له حسابېدونکو لوبغاړو ګڼل کېږي.
نبي عیسی خېل لومړی افغان لوبغاړی و، چې ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې په لومړۍ لوبه کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري وکړه.
هغه یواځینی افغان لوبغاړی دی، چې په یو بهرني سوداګریز کرکټ لیګ کې لوبډلمشر وټاکل شو.
محمدنبي په اووم پړاو بي پي ایل کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر و او له لوبو بایللو وروسته یې بیا لوبډلمشري واټسن ته پرېښوده.
هغه په ۲۰۱۹ م کال کې د شپږیزې شپږم پړاو د مِس لوبډلې په لوبډلمشرۍ کې وګاټه او په ۲۰۱۸ م کال کې یې د افغانستان سوداګریز لیګ پرمهال د بلخ لېجېنډز لوبډلې لپاره اتلولي وګټله.