له کرکټ نړیوالې شورا سره د ثبت شويو، لوبڅارانو تنخواوې.

رنګین تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
کرکټ هم د نورو لوبو په څېر لوبڅاران لري، چې د لوبې پرمهال منصفانه او عادلانه پرېکړې وکړي؛ خو یواځې دوه یا درې لوبڅاران هم دا دنده نشي ترسره کولای، بلکې ځواکمنې او پرمختللې ټېکنالوژۍ ته هم اړتیا لري.
یوه لوبه کې دوه ان فیلډ یا د لوبغالي لوبڅاران وي، یو ټي وي لوبڅار وي، یو ریزرف لوبڅار وي او یو هم مېچ ریفري وي.

هغه لوبڅاران چې له کرکټ نړیوالې شورا سره ثبت وي؛ نو د کرکټ نړیواله شورا ورته کلنی معاش یا تنخوا ورکوي.
د دغو لوبڅارانو په منځ کې د یو ورځنیو لوبو لپاره څلور افغان لوبڅاران هم وجود لري، احمد شاه درانی، احمد شاه پکتین، عزت الله ساپی او بسم الله جان شینواری.
د کرکټ نړیواله شورا شا او خوا پنځه دېرش لوبڅاران په کلني ډول ګوماري، چې د لوبلړیو او نړیوالو جامونو لوبڅاري وکړي، د دغو لوبڅارانو په منځ کې یو د سترې تجربې څښتن لوبڅار پاکستانی علیمدار هم دی.

د دغو لسګونو لوبڅارانو په منځ کې د ځېنو هغو کلني معاشونه په ډاګه شوي دي.
علیمدار د کال ۴۵ زره ډالر تنخوا لري، نیوزیلېنډی لوبڅار بیلي باوډېن هم ۴۵ زره تنخوا لري،

اسټرالیایي بروس اوکسېن فورډ ۳۵ زره ډالر معاش لري.
انګلستانی ائین ګولډ ۳۵ زره ډالر او کومار درماسینا د سریلانکا څخه دی او د کال ۳۵ زره ډالر معاش اخلي.

مارېس اېراسموس د افریقا لوبڅار دی او ۳۵ ډالر بنسټیز کلنی معاش لري.
پاول رېفېل د اسټرالیا د هېواد دی او د کال ۴۵ زره ډالر معاش لري.

ریچارډ اېلېنګ وُرت او ریچارډ کېټل بوروګ بیا دواړه انګلستاني لوبڅاران دي او هر یو پنځه دېرش، پنځه دېرش زره تنخواوې لري.
اسټرالیایي روډ تکر هم ۳۵ زره ډالر معاش اخلي او سټیف ډاوېس د انګلستان دی، هغه ۴۵ زره امریکایي ډالر معاش اخلي.

هغه لوبڅاران چې پخواني دي، تجربه یې پخه ده او لومړۍ درجه کې قرار لري، معاشونه یې ۴۵ زره ډالر دي، د دوهمه درجه لوبڅارانو معاشونه ۳۵ زره ډالر دي او څومره چې راښکته کېږي، نو معاشونه یې هم ورسره کمېږي، ښایي چې د افغان لوبڅارانو معاشونه هم په ټيټه کچه کې وي.

د یوې ټېسټ لوبې فیس د لوبڅار لپاره درې زره ډالر دی او د یوې یو ورځنۍ لوبې فیس د یو لوبڅار لپاره زر ډالر دی.
نو هغه لوبڅاران چې هغه په لوبوکې لوبڅاري کوي، د کال په اوږدو کې له لس زره ډالرو څخه نیولې تر ۴۵ زره پورې ډالر تر لاسه کوي.