ډهوني وایي؛ دی هم د نورو په څېر غوسه کېږي؛ خو جذبات کنټرولوي!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
ډوني ویلي پخواني، مجرب او مشران لوبغاړي باید دا وړتیا ولري، چې ځوان لوبغاړي ښه رهبري او د لوبډلې مشران، غوراوي کمېټې غړي او نور باید پوره رښتیني وي.
ډوني دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې هغه له نړیوال جام راوروسته په هندۍ لوبډله کې نه دی اخېستل شوی او ښایي راروان ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام کې هم وانخېستل شي.
د کرېک بز وېب پاڼه لیکي، ډوني د هندي او نړیوالو لوبغاړو په منځ کې په ستره حوصله کې نوم لري، کله چې هغه په لوبغالي کې لوبه کوي، بیخي عادي حالت کې وي، لوبغاړو ته نه غوسه کېږي او یواځې یې رنګ کې لږ تغیر محسوسېږي.

۳۸ کلن ایم ایس ډوني له ۲۰۰۴ م کال راهیسې د هند لپاره لوبېږي او لا یې هم په رسمي ډول استعفا نه ده ورکړې.
تازه د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې هغه هم انسان دی، غوسه ورځي خو انسانان باید غوسه وزغمي، قهر کنټرول کړي او په لوبغاړي په غوسه نه شي.
نوموړي زیاته کړې دا ډېره مهمه ده، چې غوسه کابو کړو، د مینوالو او لوبغاړو زړونه وګټو، نه دا چې د هغوی زړونه له ځانه تور کړو.

د ډوني د دې خبرو ډېره اشاره ښایي اوسني لوبډلمشر ویرات کولي او د غوراوي کمېټې مشر ریوي شستري ته وي.
په نړیوال جام کې د نه اخېستلو له کبله چټک هندي توپ وهونکي امبټي ریوډو له کرکټ سره مخه ښه وکړه، د کولي په راتګ سره د هندوستان اوپنر کیڼ لاسي توپ وهونکي ګاتم ګمبیر په هندۍ لوبډله کې لوبېدل پرېښودل، روهېټ شرما هم اوس حالت کې چندان خوښ نه دی.
د مهیندرا سېنګ ډوني په خبره ماته هم هغه مهال غوسه راځي، کله چې چارې زمونږ په پلوۍ نه وي روانې، خو غوسه کول د حل لاره نه ده، بلکې په سړه سینه او حوصلې سره د لوبغاړي متوجه کول مهم دي.

هغه په نړیوال جام کې د نیوزیلېنډي لوبډلمشر کېن ویلیمسن او مارټېن ګوپټېل کارکرده ګۍ ته اشاره کړې، چې خپله یې هم ښې لوبې کولې او لوبغاړي یې هم ښه تشویقول.
نوموړي وویل مارټېن ګوپټېل لوبغاړي په نیمه پایلوبه کې سخت تشویقول او همدا علت و، چې هغوی هند مات کړ او پایلوبې ته ورسېدل.