شهزاد محمدي د عربي متحده اماراتو په ۱۰ اووریز لیګ کې واخېستل شو.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
د ټي ټېن سوداګریز لیګ چې د نومبر په ۱۴ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پېلېږي، پکې د لوبغاړو د بولي مراسم د چهارشنبې په ماښام ترسره شول، دا مراسم د ابو ظبي ښار کې ترسره شول.
دا ددې لیګ دریم پړاو دی، چې په عربي متحده اماراتو کې به ترسره شي.

د بولي په مراسمو کې په سلګونه لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي، چې د دغو لوبغاړو په منځ نن سبا د افغان لوبغاړو بازار هم ګرم دی او لوبډلې یې په دلچسپۍ سره اخلي.
محمد شهزاد چې ۲۰۱۸ م کال کې په همدغه لیګ کې په راجپوت لوبډله کې لوبېدلی و، چې سږ کال په دیکان ګلاډېئټرز لوبډله کې واخېستل شو له شهزاد محمدي سره په خوا کې افغان لېګ برېک چېنا مېن توپ اچوونکی ظاهرخان هم په دیکان لوبډله کې د لوبېدو حق ترلاسه کړ.

نجیب الله ځدران او حضرت الله ځاځی د مرټا عربیئنز لوبډلې له خوا، محمدنبي عیسی خېل او قېس احمد د بنګله ټایګرز لوبډلې له خوا او شاپور ځدران د کرناټاکا ټسکر لوبډلې له خوا واخېستل شو.

سږ کال په دې لیګ کې قلندرز، مرټا عربیئنز، کرناټاکا ټسکرز، ډیلي بولس، بنګله ټایګرز، دیکان ګلاډیئټرز، ابو دُبي او نارترن وریئرز لوبډلې لوبېږي.
تېر کال راجپوت، پښتون، سندي، پنجابي او ځېنې نورې لوبډلې لوبېدلې؛ خو سږ کال یې نومونه بدل شوي دي.
۲۰۱۷ م کال کې دا لیګ تاسیس شوی دی، لومړی ځل اتلولي یې کېرالا نایټس لوبډلې وګټله، چې مورګن یې لوبډلمشر و، ۲۰۱۸ م کال کې یې دوهم پړاو نارترن وريئرز لوبډلې اتلولي وګټله، چې لوبډلمشر یې ډېرین سمي و او سږ کال یې دریم پړاو ترسره کېږي.
کابو دوه میاشتې وړاندې افغان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې راشدخان نه شي کولای د یو کال لپاره په هر ډول ولوبېږي؛ خو تازه د عربو په لس اوریز لیګ کې واخېستل شو او قوي احتمال شته، چې دې لیګ کې به لوبېږي.

کله چې شهزاد محمدي واخېستل شو؛ نو د لیګ د تلویزیون خبریال یې یادونه وکړه، چې دوهم پړاو کې یې په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې وکړې او شهزاد داسې لګیا و، لکه موبایل کې چې ګېم کوي.