د معلولینو ملي لوبډله وستايل شوه.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: سميع الله درانی
افغان کرکټ بورډ کې نن له انګلستان څخه د معلولینو ملي لوبډلې له راستنېدو سره سم د ادارې چارواکو له لوري یاده لوبډله په معنوي او نغدي ډالیو ونازول شوه او د لوبغاړو له ټولو لاسته راوړنو یې ستاینه وکړه.
په همدې موخه نن په جوړه شوې خبري ناسته کې چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي، د دغې ادارې اجراییه مشر لطف الله ستانکزي او نورو چارواکو پکې ګډون درلود، په ترڅ کې یې ښاغلي یوسفزي ټول لوبغاړي اتلان وبلل او له دوی سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د ښاغلي یوسفزي په وینا: ((تاسو په رښتیا هم چې ډېر څه وکړل او دریم مقام یو ستر مقام دی چې د زړه له تله یې درته مبارکي وایم او باوري یم چې تاسو به په راتلونکي کې هم ډېرې لاسته راوړنې ولرئ، زه د ادارې د مشر په توګه درسره د هر ډول همکارۍ ټټر وهم چې زما یوازېنۍ موخه هم تاسو او نورو ټولو لوبغاړو ته خدمت کول دي.((
د کرکټ بورډ د مسئولینو په وېنا سربېره پر دې په دغه ناسته کې د معلولینو ملي لوبډلې لوبډلمشر نبي الله نبي هم خبرې وکړې او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې له کرکټ بورډ ادارې مننه وکړه چې ((په وینا یې ( ډېرې اسانتیاوې یې ورته جوړې کړې وې)).
نوموړي زیاته کړه: ((که څه هم موږ کوښښ کاوه چې دغه جام خپل کړو، خو له بده مرغه ومو نه کړای شول، په هر صورت بیا هم ټول لوبغاړي ډېر ښه ولوبېدل او زه ترې ډېره مننه کوم)).
کرکټ بورډ وایي، د دغې ناستې په پای کې د معلولینو لوبډلې ته د ښاغلي فرهان یوسفزي له لوري نغدي جایزه هم ورکړل شوه، دغه راز د کرکټ بورډ د اجرایوي مشر لطف الله ستانکزي له لوري هم ټولې لوبډلې ته د غوره کړنو له امله ستاینلیک ورکړل شو او د ټول سېریز غوره توپ اچوونکي شیرین اغا هم ستاینلیک ترلاسه کړ.
د یادولو ده چې د معلولینو ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د معلولینو د نړیوال سېریز لوبو په ترڅ کې په پرله پسې ډول درې بریاوې خپلې کړې او د بنګله دېش، پاکستان او انګلستان لوبډلو ته یې ماتې ورکړې، په نیمه پایلوبه کې یې له انګلستان ماتې ومنله او پایلوبې ته یې لاره پیدا نه کړه.
د دغو سیالیو پایلوبه د انګلستان او هندوستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې هندۍ لوبډلې پکې د انګلستان لوبډله له ماتې سره مخ کړه او اتلولي یې د هند ملت ته ور ډالۍ کړه.