د ډوني ځای ناستی، رېشاب پنټ په لومړۍ لوبه کې د ډوني رول ادا نه کړ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ایم ایس ډوني چې اوس د هندۍ لوبډلې برخه نه دی او کشمیر کې له پوځ سره په دنده بوخت دی، د غوراوي کمېټې له خوا د ویسټ انډیز درې شل اوریزو، درې یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لپاره نه دی اخېستل شوی.
د ۳۸ کلن ایم ایس ډوني پرځای، ځوان ۲۱ کلن کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی رېشاب پنټ اخېستل شوی دی.
ایم ایس ډوني چې لوبډلمشرۍ او وېکټ ساتنه کې نه هېرېدونکی نوم دی؛ سربېره پر دې یې په منځنۍ برخه کې هارډ هېټېنګ د نړیوالو او هندوانو زړونه ګټلي وو.
ډوني په سلو کې ۸۰ سلنه هغه لوبې د هند لپاره رااړولي دي، چې ډېره پورې د هندوستان له لاسه وتلې وې؛ خو ده د غوره فېنېشر رول ادا کړی دی.
خو نړیوال جام کې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د نیوزیلېنډ خلاف ډوني ونه توانېده، چې لوبه په بریا پای ته ورسوي، که څه هم په دې لوبه کې ویرات کولي، روهېت شرما او کی ایل راهول ښه توپ وهنه ونه شوای کړی؛ خو ټوله پړه پر ډوني واچول شوه، هندوستان له نړیوال جام بهر شو او کولي د ډوني د استعفا لپاره منتظر پاتې شو.
ms dhoni and reshab.jpg
اوس د ډوني پرځای رېشاب پنټ د هېټر په توګه اخېستل شوی دی؛ خو داسې ښکاري چې د ډوني او دده د لوبې ځمکه او اسمان توپیر دی.
ډوني د سخت هېټېنګ سره، سره تخنیکي لوبه هم کوله؛ خو رېشاب پنټ ټول ټینګار په هېټېنګ کوي.
رېشاب پنټ د ویسټ انډیز خلاف لوبه کې په صفر اوټ شو، هغه د سونېل نرې په توپ کېچ شو او د ډوني د رول په ادا کولو کې ناکام شو.
رېشاب پنټ په نړیوال جام د شېکردوان پرځای څو لوبو کې واخېستل شو؛ خو هلته یې هم نتیجه چندانې مثبته نه وه او له ۳۲ منډو یې تګ مخکې نه و.
تېره شپه چې له ویسټ انډیز سره کومه لوبه وه، په هغې کې ویسټ انډیز په ۲۰ اورونوکې ۹۵ منډې کړې وې.
دې لوبه کې د هندوستان ځوان او چټک بالر ناپ ديپ سېني د نړیوالو شل اوریزو لوبو پیل وکړ، هغه په ۴ اورونوکې یو مېډن کړ، ۱۷ منډې یې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې.
سېني د لوبې غوره لوبغاړی شو.