د اسټرالیایي ښځينه لوبډلې غوره الراونډرې ایلایس پېري، په نارینه او ښځینه کرکټ لوبو تاریخ کې د غوره لوبغاړې په توګه د زیاتو جایزو اخېستلو ریکارډ جوړکړ.
د اسټرالیا ښځینه لوبډلې چې انګلستان ته د درې یو ورځنیو، یوې ټېست او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی، تر دې دمه پکې د ژیړ لباس لوبډله د ایلایس پېري د غوره الراونډرۍ پرمټ بریالۍ ده.
دې لوبډلې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې له کوربه انګلستانۍ ښځینه لوبډلې وګټله، دغو درې لوبو کې ایلایس پېري دوه ځلې د غوره لوبغاړې جایزه واخېسته، په یوه لوبه کې یې په ۲۲ منډو ورکولو سره د انګلستان ۷ وېکټې وغورځولې.
۲۸ کلنې پېري په یواځېنۍ ټېست لوبه کې چې له انګلستان سره مساوي پای ته ورسېده، د غوره لوبغاړې جایزه واخېسته او دا دریم ځل و، چې په یوه لوبلړۍ کې یې د غوره لوبغاړې په توګه دریمه جایزه خپله کړه، ایلایس پېري د ټېست لوبې په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۱۱۶ منډې وکړې او د توپ اچونې په برخه کې یې لومړۍ پاڼۍ کې یوه وېکټ واخېسته.
دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې پېري په ۷۶ منډو ناسوځېدلې پاتې شوه؛ خو دا چې انګلستان ته د وروستۍ ورځې لوبې چانس پېدا نه شو؛ نو ایلایس پېري هم توپ اچونه ونه شوه کړای.
د اسټرالیا لوبډلې د یو ورځنیو لوبو له لړۍ وروسته د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې مخته یوړه، په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د اسټرالیا لوبډلمشرې مک لنېنګ په ۶۳ توپونو ۱۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او هدف یې تر ۲۲۷ ورساوه.
په دې لوبه کې مګ لنېنګ د لوبې غوره لوبغاړې شوه؛ خو دوهمه شل اوریزه لوبه چې د جولای په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه، پکې ایلایس پېري د لوبې غوره لوبغاړې شوه، هغې په دې لوبه کې ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په بري ونازوله.
نو په یوه لوبلړۍ کې چې تر دې دمه یې لا یوه شل اوریزه لوبه پاتې ده، غوره الراونډرې پکې څلور ځله د لوبې غوره لوبغاړې راغلې، چې په یوه لوبلړۍ کې دومره د لوبې غوره لوبغاړي جایزې اخېستل یو ریکارډ شو.
ایلایس پېري د یوې ځوانې لوبغاړې په توګه ۱۰۴ شل اوریزې لوبې کړي، چې دا یې هم یو ریکارډ دی، په دغو شل اوریزو لوبو کې نوموړې ۱۰۰۵ منډې کړي دي.
په ۸ ټېسټ لوبو کې یې ۶۲۴ منډې کړي او ۲۱۳ ناسوځېدلې منډې یې بې سارې دي.
په ۱۰۶ یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۸۲۰ منډې کړي، چې ۱۰۷ ناسوځېدلې یې لوړې منډې دي.
په شل اوریزو لوبو کې یې ۵۵ ناسوځېدلې منډې لوړې دي.
ایلایس پېري یواځېنۍ لوبغاړې ده، چې په درې واړو ډولونو ( فارمټونو) لوبوکې په لوړو منډو ناسوځېدلې پاتې شوې ده.