د عربي متحده اماراتو غوره کرکټ لیګ چې له نورو لیګونو څخه یې توپیر په اورونوکې دی، د اکټوبر په ۲۳ مه نېټه پېلېږي.
له دې وړاندې به د افغانستان کرکټ لیګ په شارجه کې پای ته رسېږي او بیابه ټي ټېن لیګ پېلېږي، د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ د اکټوبر په ۵ مه نېټه پېلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې دوام کوي.
تېر کال د افغانستان کرکټ لیګ لومړی پړاو بلخ لوبډلې ګټلی و او لوبډلمشر یې محمدنبي عیسی خېل و.
د ټي ټېن لیګ دریم پړاو به د نومبر میاشتې تر ۳ یمې نېټې دوام وکړي.
تېر کال په دې لیګ کې شاپور ځدران، شفیق الله شفق، راشدخان ارمان، شهزاد محمدي، شرف الدین اشرف، ګلبدین نایب، دولت ځدران، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواری، حضرت الله ځاځی، ظاهرخان او مجیب الرحمن لوبېدلي وو.
په دې لوبو کې اته لوبډلې شاملې دي، چې کېرالا نایټس لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې لومړی ځل اتلولي د ایئن مورګن په لوبډلمشرۍ کې یوړه، دوهم ځل اتلولي بیا نارترن وریئرز لوبډلې، چې ویسټ انډیزیان پکې لوبېږي وګټله او دریم ځل اتلولۍ باندې به ۸ لوبډلې بختونه و ازمايي.
د ټي ټېن لیګ لوبډلې
پښتون لوبډله، کېرالانایټس لوبډله، مرتا عربیئنز، پنجابي لېجېنډز، کراچيئنز، نارترن وريئرز، راجپوتس او بنګال ټایګرز؛ خو تېر کال پکې د سِندیانو لوبډله هم ولوبېده.
راشدخان تېر کال له عربئنز لوبډلې سره، سمیع الله شینواري له سِندي لوبډلې سره، شهزاد له راجپوتس لوبډلې سره، شفق، شرف الدین، شاپور بیا له پښتون لوبډلې سره ولوبېدل.
ظاهرخان له پنجابي لېجېنډز لوبډلې سره لوبېدلی و.