ایرلېنډ چې د انګلستان ګاونډی هېواد دی، د دواړو هېوادونو لوبډلو یوه ټېسټ لوبه درلوده، ایرلېنډ، انګلستان ته د یواځېنۍ ټېسټ لپاره سفر کړی و؛ دا سفر د جولای په ۲۴ مه نېټه شوی و او پرون پای ته ورسېد.
تمه وه چې ایرلېنډۍ لوبډله به د شنبې تر ورځې د جولای تر ۲۷ مې نېټې ولوبېږي؛ خو کرېس ووکس او سټورټ براډ دوی تر وروستۍ ورځ لوبې غځولو ته پرېنښودل.
انګلستانۍ لوبډله په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ټېم مورتګ د توپ اچونې ښکار شوه، انګلستانۍ لوبډله ټوله په ۸۵ منډو وسوځېده، ټېم مورتګ پکې پنځه انګلستاني لوبغاړي له مخې پورته کړل.
ایرلېنډ بیا په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۲۰۷ منډې وکړې او ۱۲۲ منډې یې په انګلستان پور واړاوه.
براډ، اولي سټون او سام کورن درې، درې وېکټې واخېستې.
انګلستان په دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې د جېک لیچ د ۹۲ منډو او د جېسن رای د ۷۲ منډو په مرسته ۳۰۳ منډې وکړې او ایرلېنډ ته یې ۱۸۱ منډې هدف ورکړ.
مارک اډېئر او سټورټ تامپسن درې، درې وېکټې واخېستې.
ایرلېنډي لوبغاړي پرون د جولای په ۲۶ مه نېټه د ۱۸۱ منډو هدف پوره کولو پسې لارډز لوبغالي ته ښکته شول.
څلور لوبغاړي یې په صفر وسوځېدل، ټوله لوبډله یې په ۳۸ منډو اوټ شوه او په ۱۴۳ منډو یې لوبه وبایلله.
سټورټ براډ ۴ او کرېس ووکس بیا ۶ وېکټې واخېستې.
افغانستان او ایرلېنډ د ۲۰۱۸ م کال په اګسټ میاشت کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، افغانستان په دوه ټېسټ لوبو کې یوه ګټلې او یوه یې بایللې ده؛ خو ایرلېنډ بیا خپلې درې واړه ټېست لوبې بایللي دي.
د ټېسټ لوبو د کمو منډو جوړولو ریکارډ
ایرلېنډ په ټېسټ لوبوکې د نړۍ په کچه دریم هېواد شو، چې کمو منډو باندې یې لوبډله سوځېږي.
۱۹۵۵ م کال کې نیوزیلېنډۍ لوبډله د انګلستان له خوا په ۲۶ منډو سوځېدلې وه، په ۱۹۲۶ م کال کې سویلي افریقا د انګلستان له خوا په ۳۰ منډو اوټه شوې وه، ۱۸۹۶ م کال کې سویلي افریقا یو ځل بیا د انګلستان له خوا په ۳۰ منډو سوځېدلې وه، ۱۸۹۹ م کال کې افریقا د انګلستان له خوا په ۳۵ منډو سوځول شوې وه، ۱۹۳۲ م کال کې د اسټرالیا له خوا سویلي افریقا په ۳۶ منډو رخصت شوې وه.
۱۹۰۲ م کال کې اسټرالیا د انګلستان له خوا په ۳۶ منډې سوځول شوې وه؛ خو اسټرالیا بېرته په همدې لوبه کې انګلستان په ۳۶ منډو وسوځاوه او لوبه ډرا یا مساوي شوه.
دریم هېواد بیا ایرلېنډ شو، چې ټوله لوبډله یې په ټېسټ لوبه کې په ۳۸ منډو د انګلستان له خوا له لوبغلي بهر کړل شوه.
نورو لوبو کې نیوزیلېنډ، اسټرالیا او هندوستان په ۴۲ منډو سوځول شوي دي.
دا د ټېسټ لوبو په تاریخ کې کمې منډې جوړول دي.